د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس د افغانستان لپاره د دیک (DEIK) شورا له استازي سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي، محمد ګردیزي او احمد ضیاء عظیمي شینوزاده، د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک، او د عامل پلاوي د نړیوالو اړیکو ډیپارټمنټ مسؤل ښاغلي امید غفورزي په ملتیا د افغانستان لپاره د دیک شوار استازي ښاغلي سلیمان جلو سره لیدنه ترسره کړه.
 
ښاغلي احمدیار په تیرو کلونو کې د افغانستان سره د ترکيې له بی سارو همکاریو ستاینې کولو ترڅنګ، په افغانستان کې د شته پانګه اچونې فرصتونو، ښه امنیت، او د اداري فساد نه شتون په اړه خبرې وکړې او زیاته يې کړه چې اوس په افغانستان کې د پانګه اچونې لپاره په ځانګړې توګه د کانونو برخه کې چاپیریال مناسب او فرصتونه موجود دي.
 
نوموړي په افغانستان کې د بهرنیو پانګه اچونو برخه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هر ډول همکارۍ څخه ډاډ ورکړ.
ښاغلي الکوزي په افغانستان کې د بیخ بنسټیزه پروژو تطبیق برخه کې د ترکيې د همکاریو ستاینې کولو ترڅنګ، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر غښتلتیا او پراختیا ټینګار وکړ.
 
ښاغلي ګردیزي ترکیه د افغانستان د وچې میوې لپاره یو مناسب او ښه بازار وباله او د دیک شورا له استازي يي وغوښتل چې په ترکیه کې د افغانستان وچې میوې په ځانګړې توګه د جلغوزیو لپاره د بازار موندنې برخه کې لازمه همکاري وکړي.
 
ښاغلي سلیمان جلو د اتاق د مشرتابه پلاوي سره د لیدنې په اړه خوښي څرګنده او د بنسټیزو پروژو تطبیق، سوداګرۍ ودې، او خوړنیزو موادو بسته بندۍ برخه کې یې د دیک شورا له همکارۍ څخه ډاډ ورکړ.