د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس او د مدیره پلاوي غړیو د موساید (MUSIAD) په کانګرس کې ګډون وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار او ورسره ټیم يې د اتاق خدماتو مرستیال ښاغلي نصیر احمدی عرب، مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي غړیو ښاغلي خان جان الکوزي، محمد داود یوسفزي، بهادر خیر خواه، محمد ګردیزي، او ضیاءالدین اچکزي، د څارنې پلاوي رئیس ښاغلي عبدالحامد حمیدي، د اتاق د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک او د عامل پلاوي د نړیوالو اړیکو ډیپارټمنټ مسؤل ښاغلي امید غفورزي د موساید په کانګرس کې ګډون وکړ.
 
په یاد کانګرس کې د ترکيې ولسمشر ښاغلي طیب اردوغان، د ترکي دولت لوړپوړو چارواکو، سیاسیونو او د خصوصي سکتور استازیو ګډون درلو.
ښاغلي اردوغان د سیمې او نړۍ هېوادونو سره په سیمه ایزې همکارۍ، سوداګریزو او اقتصادي اړیکو غښتلتیا او یووالي ټینګار وکړ.
 
ښاغلي اردوغان په خپله وینا کې د افغانستان سره د ترکي دولت د بشردوستانه مرستو دوام څخه د ډاډ ورکولو ترڅنګ، په سیمه ایزه کچه د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو په پراختیا او ګډو پانګه اچونو په ارزښت خبرې وکړې.