د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي په موساید (MUSIAD) نړیوال نندارتون کې ګډون وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د اتاق د عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار تر ریاست لاندی او د اتاق د خدماتو مرستیال ښاغلي نصیر احمدی عرب، مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي غړیو ښاغلي خان جان الکوزي، محمد داود یوسفزي، بهادر خیر خواه، محمد ګردیزي، او ضیاءالدین اچکزي، د څارنې پلاوي رئیس ښاغلي عبدالحامد حمیدي، د اتاق د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک او د عامل پلاوي د نړیوالو اړیکو ډیپارټمنټ مسؤل ښاغلي امید غفورزي په موساید نړیوال نندارتون کې د افغانستان په استازیتوب د ګډون ترڅنګ، د یاد نندارتون په څنډه کې د نړۍ د مختلفو هېوادونو سفیرانو او د خصوصي سکتورونو له استازیو سره لیدنې او مذاکرې ترسره کړې.
 
دغه نندارتون د روان زیږدیز کال د نومبر د ۲مې نېټې څخه تر ۵مې نېټې پورې د ترکيې په استانبول ښار کې په لاره اچول شوی. د یاد نندارتون د پرانستې په مراسمو کې د ترکيې مالي وزیر ښاغلي نورالدین نباتي او د سوداګرۍ وزیر ښاغلي محمد ماش د سیمې او نړۍ هېوادونو سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر غښتلتیا او د سیمې له هېوادونو سره په ښې همغږۍ او یووالي ټینګار وکړ.
ورپسی د موساید رئیس د مختلفو هېوادونو د محصولاتو د معرفۍ برخه کې د یاد نندارتون د رول او د سوداګرو او پانګه والو ترمنځ د اړیکو د غښتلتیا په اړه خبرې وکړې.
 
ورپسی د اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار او د مدیره پلاوي نورو غړیو په نندارتون کې د ګډون ترڅنګ، د مختلفو هېوادونو د محصولاتو له غرفو څخه لیدنه ترسره کړه.
د نندارتون په څنډه کې ښاغلي توکل احمدیار او مدیره پلاوي غړیو د ایټالیا، جاپان، کانګو، پاکستان سفیرانو، په استانبول کې د امریکا متحده ایالاتو قونسل، د موساید له رئیس او د هسپانيې له سوداګرو او پانګه والو سره جلا ناستې ترسره کړې.
 
ښاغلي احمدیار په یادو ناستو کې په افغانستان کې د پانګه اچونې فرصتونو، ښه امنیت او د اداري فساد نشوالي، د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو له امله د رامنځته شویو ننګونو، او په هېواد د بانکولۍ او غربت په اړه د خبرو کولو ترڅنګ، نړیوال پانګه وال وهڅول چې په افغانستان کې پانګونه وکړي، د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره يې د سوداګریزو اړیکو پر غښتلتیا، د هېواد د کنګل شویو شتمنیو په راخلاصیدو کې د نړیوالې ټولنې د همکارۍ، د بانکي ستونزو په حل، مختلفو هېوادونو ته د سوداګرو د پیسو د انتقال او د نړیوالې ټولنې د بشردوستانه مرستو د دوام غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي توکل احمدیار د ترکيې سوداګرۍ اتاق له رئیس سره په یوه جلا ناسته کې د هغوی له همکارۍ څخه چې د اتاق د مشرتابه پلاوي غړیو په بلنه کې يې ترسره کړې د مننې ترڅنګ، د دواړو هېوادونو د اتاق ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر غښتلتیا ټینګار وکړ.
 
نوموړي د دواړو اتاقونو ترمنځ د هوکړه لیک لاسلیکولو غوښتنې ترڅنګ، د داوړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا او سوداګریزو اړیکو غښتلیا په موخه د افغان – ترکيې ګډ اتاق رامنځته کول اړین وګڼل.