د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د بطریو تولیدونکو شرکتونو څښتنانو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د مدیره پلاوي غړي ښاغلي احمد ضیاء عظیمي شینوزاده ،د څارنې پلاوي منشي ښاغلي عبدالمتین قلندري او د ګرین انرژي پلس شرکت رئیس په ملتیا د بطریو تولیدوونکو شرکتونو څښتنانو سره د لیدنې په ترڅ کې، د دوی د شته ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.

د بطریو تولید شرکت رئیس ښاغلي احمد ضیاء احمدیار د خپل شرکت په واسطه د با کیفیته بطریو د تولید ډاډ ورکولو ترڅنګ، زیاته کړه: کورني شرکتونه د نړیوالو معیارونو سره سم بطرۍ تولیدوي او په بازار کې ورته په کافي ډول غوښتنه هم موجوده ده.
نوموړي د بهر څخه د بطریو واردولو ګمرکي تعرفو د بیو له کموالي شکایت وکړ او غوښتنه يې وکړه چې په وارداتي بطریو د ګمرکي تعرفو بیه لوړه شي.  

ښاغلي مهمند د بطریو د تولید برخه کې د یادو شرکتونو د خدماتو ستاینې ترڅنګ، وویل: د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق تل هڅه کوي چې د کورنیو تولیداتو ملاتړ او صنعت کارانو او تولیدوونکو ته د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو برخه کې خپلې هیڅ ډول مرستې او همکارۍ ونه سپموي.
نوموړي ژمنه وکړه چې د وارداتي بطریو د ګمرکي تعرفو کموالي موضوع د سوداګرۍ او صنعت وزیر سره شریکوي څو په دی برخه کې لازم ګامونه پورته کړی شی.