د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د افغانستان د صرافانو اتحاديې له رئیس سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د عامل پلاوي رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي احمد ضیاء عظیمي شینوزاده، د کابل سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي احمد شاه حکیمي په ملتیا د افغانستان د صرافانو اتحاديې له اوسني رئیس ښاغلي میرزا محمد کټوازي سره د لیدنې په ترڅ کې، د صرافانو د ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي کټوازي د صرافانو د شته ستونزو او ننګونو په اړه خبرې وکړې او زیاته يې کړه: له هغه وخت راهیسي چې په هېواد دننه بانکونه د نغدینګۍ له کموالي سره مخامخ شول، د صرافانو فعالیتونه زیات شول او دی فعالیتونو یو لړ نورې ستونزې هم له ځان سره لرلي دي.
 
ښاغلي مهمند ښاغلي کټوازي ته د صرافانو اتحاديې د نوي رئیس په توګه د ګمارل کیدو په مناسبت مبارکي وویله او په تیرو شپږو کلونو کې يې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره د پخواني رئیس همکاري وستایله او هیله يې څرګنده کړه چې د نوي رئیس په راتګ سره د صرافانو شته ستونزې او ننګونې کمې او دوی ته لا ډیرې آسانتیاوې رامنځته کړی شي.
 
ښاغلي مهمند د صرافانو اتحاديې له نوي رئیس څخه وغوښتل چې د صرافانو د یووالي ساتلو ترڅنګ، د افغانیو د ثبات ساتلو په موخه خلکو ته معیاري صرافي خدمتونه وړاندی کړي.
ښاغلي عطايي د صرافانو صنف د ارزښت په اړه خبرې وکړې او زیاته يې کړه: موږ ددې خبرې ګواهان یو چې زموږ اکثره سوداګرو او پانګه وال خپلې مالي راکړې ورکړې د صرافۍ له لارې ترسره کوي او د صرافانو دا صنف لازم ملاتړ ته اړتیا لري.
 
ښاغلي عطايي د صرافانو صنف سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ملاتړ ډاډ ورکولو ترڅنګ زیاته کړه، چې اتاق ژمن دی چې د شته ستونزو حل په موخه خپلې لارښوونې د صرافانو اتحاديې سره شریکې کړي.