د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د آریانا روغتون له عمومي رئیس سره لیدنه وکړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د مدیره پلاوي غړيو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي او ښاغلي احمد ضیاء عظیمي شینوزاده په ملتیا د آریانا روغتون له عمومي رئیس ښاغلي ډاکټر عبدالواحد صدیقي سره لیدنه ترسره کړه.
 
ښاغلي مهمند د اریانا روغتون د اغیزمنو خدمتونو څخه د مننې په ترڅ کې د افغانستان د روغتیا سکتور د اهمیت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د هیواد روغتیا سکتور زموږ ملي سرمایه ده او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د روغتیا سکتور څخه خپل هر اړخیز ملاتړ اعلانوي.
 
هغه د خصوصي سکټور په ځانګړي ډول د روغتیا سکتور د ستونزو په اړه اندېښنه وښوده او وې ویل: د افغانستان روغتیا سکتور له بېلابېلو ستونزو سره مخ دی او د ننګونو د له منځه وړلو هوډ لري.
ښاغلي مهمند په خپلو خبرو کې زیاته کړه: د افغانستان د روغتیا سکتور باید خلکو ته د معیاري خدمتونو د وړاندې کولو لپاره لا زیاتې هڅې وکړي او د خلکو د اقتصادي شرایطو سره سم د روغتیايي خدمتونو په بیو کې د پام وړ کموالی راولي.
 
ورپسې ښاغلي الکوزي له روغتیايي سکتور سره د سوداګرۍ اتاق د ملاتړ په اړه خبرې وکړې او وې ویل: موږ په یوه حساس پړاو کې یو او په دې پړاو کې د افغانستان روغتیا سکتور هر اړخیز ملاتړ ته اړتیا لري، د سوداګرۍ اتاق د خصوصي سکتور په استازیتوب ستاسو ملاتړی دی.
 
ښاغلي ډاکټر عبدالواحد صدیقي د اریانا روغتون د خدمتونو او فعالیتونو، د طبي ماشینونو، د درملو د کیفیت، او د آریانا روغتون د تشکیلاتو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل: موږ د آریانا روغتون په ټولو روغتیايي څانګو کې خپلو ناروغانو ته هر اړخیز او یو شان خدمات وړاندې کوو.
 
هغه د روغتيايي خدمتونو د ميکانيزم په اړه زياته کړه: د روغتيايي خدمتونو د ښه والي لپاره بايد زياتې هڅې وشي او په دې برخه کې عصري ماشينونه هېواد ته راوړل شي، څو موږ وکولای شو ښه خدمات وړاندې کړو، ځکه دا زموږ هېواد دی او خلک ښو روغتیايي خدمتونو اړتيا لري.
 
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د دغه روغتون له بېلابېلو برخو څخه ليدنه وکړه او د دغه روغتون د ناروغانو د حال پوښتنه يې وکړه، ناروغان د دغه روغتون له خدمتونو راضي او د تخفيف غوښتنه يې وکړه.