د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال په کابل کې میشت د قطر له سفیر سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په کابل کې میشت د قطر له سفیر ښاغلي سعید بن المبارک الخیارین سره د لیدنې په ترڅ کې، د افغانستان او قطر ترمنځ د سوداګریزو اړیکو غښتلتیا په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي مهمند د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او وې ویل: د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د افغانستان او قطر ترمنځ د ښو سوداګریزو اړیکو غوښتونکی دی.
ښاغلي مهمند د قطر له سفیر څخه وغوښتل چې د افغان سوداګرو لپاره د ویزو د ورکړې په بهیر کې اسانتیاوې رامنځته کړي او د افغانستان او قطر ترمنځ د همکاریو د تفاهم لیک د لاسلیک لپاره زمینه برابره کړي.
هغه د قطر له سفیر څخه وغوښتل چې قطري پانګوال د افغانستان د کانونو په سکتور کې پانګونې ته وهڅوي.
 
ښاغلي مهمند په خپلو خبرو کې د قطر هوايي شرکت د الوتنو پر بیا فعالولو ټینګار وکړ او د قطر له سفیر څخه یې وغوښتل چې په دې برخه کې اقدام وکړي.
ښاغلي سعید بن مبارک الخیارین د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د خبرو له اورېدو وروسته وویل: قطر تل د افغانستان له خلکو سره همکاري کوي او د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د پانګونې لېوالتیا لري.
 
نوموړي د ویزو د ورکړې په برخه کې له افغان سوداګرو سره ژمنه وکړه چې ژر تر ژره به د ویزو د ورکړې په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي او په نږدې راتلونکي کې به د افغان سوداګرو پلاوي ته د سفر زمینه هم برابره کړي.
سفير د ياد تفاهم ليک په لاسليکولو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل: موږ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو اړيکو د پياوړتيا په موخه د همکارۍ ياد سند لاسليکولو ته ژمن يو.