د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د اورګاډي پټلۍ له عمومي رئیس سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د ریل پټلۍ له عمومي رئیس ښاغلي بخت الرحمن شرافت سره د لیدنې په ترڅ کې، د صادراتو او او وارداتو برخه کې د اورګاډي پټلۍ د ارزښت او په دی برخه کې د شته فرصتونو او ننګونو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي بخت الرحمن شرافت په بېلابېلو برخو لکه: تورغونډۍ- هرات، مزار- اقينه، اسلام قلعه- هرات، حيرتان- مزار او يو شمېر نورو بندرونو کې د اورګاډي پټلۍ د فعاليت په برخه کې د دغه رياست د کاري پرمختګ په اړه معلومات وړاندې کړل.
 
ښاغلي شرافت له دې لارې د صادراتي او وارداتي محصولاتو لېږد خورا مهم وباله او له دې لارې یې د صادراتو او وارداتي توکو د لېږد رالېږد د زیاتېدو غوښتنه وکړه.
ده وویل: موږ د ریل پټلۍ له لارې د جنوبي اسیا له مرکزي اسیا سره د نښلولو پلان چمتو کړی او هڅه کوو چې په دې برخه کې د سیمې له هېوادونو سره تفاهم ته ورسږو.
 
ښاغلي مهمند د ریل پټلۍ د رئیس د خبرو له اوریدو وروسته خبرې وکړې او ویې ویل: د افغانستان خصوصي سکتور هوډ لري چې د خپلو صادراتي او وارداتي مالونو په لیږد کې له ریل پټلۍ څخه کار واخلي.
ښاغلي مهمند زیاته کړه " د صادرونکو او واردونکو د محصولاتو د لېږد رالېږد ستونزو د څېړلو په موخه باید د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د رېل پټلۍ د ریاست ترمنځ د همغږۍ ګډه کمېټه جوړه شي او د دغو څانګو استازي په کې حضور ولري."
 
ښاغلي مهمند د خپلو خبرو په جریان کې وویل: "د خپلو ولایتي خونو له لارې کولای شو د ترانسپورت د مسوولینو ستونزې او وړاندیزونه د اورګاډي له ریاست سره شریک کړو او د حل لپاره یې معقولې لارې چارې ولټوو."
ښاغلي مهمند د رېل پټلۍ د جوړولو په برخه کې د خصوصي سکټور د پانګونې په اړه زیاته کړه: د افغانستان خصوصي سکټور چمتو دی چې د اورګاډي کرښې د جوړولو لپاره په ټولو برخو کې پانګونه وکړي.