د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوی لومړي مرستیال په کابل کې میشت جاپان له سفیر سره وکتل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په کابل کې د جاپان له سفیر ښاغلي اوکادا تکاشي سره وکتل او د سوداګرو پانګوالو د ستونزو په اړه یې ورسره خبرې وکړې.
 
ښاغلي مهمند جاپان ته د وارداتو او صادراتو په برخه کې د ننګونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: افغان صادرکوونکی له ننګونو سره مخ دي لکه: د ویزې نه ورکول، جاپان ته د وارداتو په پرتله د صادراتو ټیټه کچه، په افغانستان کې د افغان-جاپان د ګډې خونې نشتوالی، د افغان او جاپاني سوداګرو ترمنځ د همغږۍ نشتوالی او یو شمېر نورې ستونزو سره مخامخ دی.
 
ښاغلی مهمند، د پورتنیو ستونزو پر حل د ټینګار ترڅنګ د جاپان له سفیر څخه وغوښتل چې د جاپان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو خدمتونو د اسانتیاو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي. هوایي دهلیز، او د أفغان د ګډ اتاق د جوړولو پیل کول.
 
ښاغلي مهمند وویل: موږ غواړو چې د افغانستان سوداګریز پلاوی جاپان ته سفر وکړي او له جاپاني سوداګرو سره په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې خبرې اترې وکړي او شته ننګونو ته د پای ټکی کېږدي او همدارنګه د افغان سوداګرو او جاپاني سوداګرو ترمنځ د آنلاین غونډې جوړې‌شي.
 
ښاغلي مهمند د جاپان له سفیر څخه وغوښتل چې د معاصرې ټکنالوژۍ په عرضه کولو او‌د برښنا تولید په برخه کې همکاري وکړي او په هغو نندارتونونو کې چې ډېر ژر په دواړو هېوادونو کې جوړېږي د جاپاني او افغان سوداګرو د ګډون زمینه برابره کړي.
 
ورپسې ښاغلی اوکادا تاکاشي، خبرې وکړې او ویې ویل: موږ ژمن یو چې د افغانستان د پانګونې او اقتصادي ودې او د برېښنا د تولید په برخه کې د عصري ټکنالوژۍ په برابرولو کې همکاري وکړو. نوموړي ژمنه وکړه، چې سوداګرو ته به د ویزو په ورکولو کې لازمې اسانتیاوې برابروي.
 
ښاغلی تاکاشی زیاته کړه: د کانونو په سکتور کې د پانګونې په اړه به جاپاني پانګوال وهڅوي چې د افغانستان د کانونو په سکتور کې پانګونه وکړي. په دې کتنه کې د نړیوالو اړیکو مسوول محترم امید غفورزي هم حضور درلود.