‎د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رییس، د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو اقتصادی مسوول سره وکتل

‎د افغانستان د سوداګرۍ او  پانګونی اتاق عمومي رئیس ښاغلۍ توکل احمد یار، د ترکیې په استانبول ښار کې د افغانستان لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د اقتصادي څانګې له مسوول ښاغلي هنري بیکر، سره وکتل او د اقتصاد په برخه کې یې ورسره خبرې وکړې.


‎په دې کتنه کې ښاغلي توکل احمد یار، د افغانستان د تجارت او اقتصادي وضعیت او د هېواد د خصوصي سکتور د تجارت او اقتصادي فعالیتونو پر وړاندې د شته ننګونو په اړه خبرې وکړې او د شته ستونزو په په حل او د اقتصاد د ښه والي په برخه کې یې د امریکا متحده ایالاتو د حمایت  او همکارۍ غوښتنه وکړه.


د افغانستان لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د اقتصادی چارو مسوول ښاغلي هینري بیکر، د سوداګرۍ او پانګونې د اتاق له رئیس سره په کتنه کې د خوښۍ څرګندولو  تر څنګ د سوداګرۍ او اقتصادي ودې په برخه کې د امریکا متحدو ایالتونو د همکارۍ ډاډ ورکړ.


په دې کتنه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ستر سلاکار جلال الدین سعید هم گډون درلود.