د ګرین انرژي پلس شرکت د سوداګرۍ او صنعت وزیر او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي په واسطه پرانستل شو

د ګرین انرژي پلس شرکت د هرات ولایت صنعتي پارک کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د سوداګرۍ او صنعت وزیر ښاغلي نور الدین عزیزي او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي او عصمت الله وردګ، څارنې پلاوي منشي ښاغلي عبدالمتین قلندري، د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک او د حکومت لوړ پوړو چارواکو او د خصوصي سکتور غړیو په حضور کې پرانستل شو او په فعالیت یې پیل وکړ.
 
ښاغلي قلندري چې د ګرین انرژي پلس شرکت عمومي رئیس دی ملمنو او ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د یاد شرکت په اړه معلومات ورکړل.
دوی وویل " ګرین انرژِي پلس شرکت له اوو میاشتو راهیسې د بطریو د تولید په برخه کې خپل تجرباتي فعالیت پیل کړی، چې هره ورځ له ۴۰ امپیره څخه تر ۲۰۰ امپیره پورې د بیلابیلو ظرفیتونو په لرلو سره تر زرو ډیرې بطرۍ ګانې تولیدوي. هغه زیاته کړه: "په نږدې راتلونکي کې موږ پلان لرو چې د سولر بطریو د تولید لپاره هم زمینه برابره کړو."
 
ښاغلي قلندري د بطریو د تولید د موادو د کیفیت په اړه وویل "موږ هڅه کوو چې د بطریو په تولید کې له لوړ کیفیت لرونکي موادو څخه کار واخلو او بازار ته د ښه کیفیت محصولات وړاندې کړو. هغه د حکومت له مشرتابه وغوښتل چې د کورنيو صنايعو ملاتړ وکړي، څو له بهرنيو توليداتو سره سيالي وکړي. نوموړي له دولتي چارواکو هم وغوښتل، چې د بطریو د توليد شرکتونو ته دې کارول شوي بطرۍ وپلوري، څو د نويو بطریو په توليد کې ترې ګټه پورته شي.
 
ښاغلي خانجان الکوزي د ګرین انرژي پلس شرکت له رئیس څخه په دې برخه کې د پانګونې له امله د مننې په ترڅ کې د صنعت او تولید په اهمیت خبرې وکړې او وې ویل "صنعت د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره یو اړین عنصر ګڼل کیږي. د صنعت هڅول او ملاتړ کولی شي په نورو برخو کې د پانګونې لپاره لاره هواره کړي."
 
ښاغلي الکوزي د صنعتکارانو د شته ننګونو په اړه وویل"زموږ صنعتکاران او پانګه اچونکي د بانکي ستونزو، د پیسو د انتقال او زیاد کمیشن، د بهرنیو ورته محصولاتو په وارداتو باندی د ګمرکي تعرفو کم والی او یو شمیر نورو ستونزو سره لاس او ګریوان دي."
د صنعت او سوداګرۍ وزیر محترم نورالدین عزیزي د صنعت او کورنیو تولیداتو د ارزښت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: صنعت او کورني تولید جدي ملاتړ ته اړتیا لري او موږ هوډ لرو چې صنعتکارانو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړو.
 
هغه د فابریکو او تولیدي شرکتونو د جوړولو لپاره د ځمکې د ویش په اړه زیاته کړه: هڅه کوو ټولو هغو صنعتکارانو ته چې د فابریکو د جوړولو لپاره ځمکې ته اړتیا لري، د ځمکې د ویش زمینه برابره کړو.
د یادولو وړ ده چې په دغه سفر کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه د فراه د پلاستیکي شرکت، د هرات د سلما ورقې او د کارتن جوړولو شرکت د پرانیستې په مراسمو کې ګډون کړی و.