د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي افغان – لاجورد نندارتون کې ګډون وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي او عصمت الله وردګ، د څارنې پلاوي منشي ښاغلي عبدالمتین قلندري او د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک هرات ته د یوه کاري سفر په ترڅ کې، د افغان – لاجورد عنوان لاندی جوړ شوي نندارتون کې ګډون وکړ.
 
دغه نندارتون چې د هرات ولایت د صنایعو او کانونو اتاق په همکارۍ او د دغه ولایت د صنایعو او سوداګرۍ ریاست په همکارۍ جوړ شوی وو، د بېلابېلو سکتورونو لکه: خوراکي توکو، د وینځلو توکو، لبنیاتو، د هرات د غالیو او فرش صنعت، قیمتي ډبرې او ځینې د باور وړ تولید سکتورونه پدې کې برخه اخلي.
 
د ياد نندارتون عمومي مسؤل د دغه نندارتون د جزئياتو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل: په دغه نندارتون کې د بېلا بېلو توليدي، خدماتي او صنعتي سکتورونو برخه اخيستې ده، ده همدارنګه وویل چې موږ د بېلا بېلو سکټورونو لپاره شاوخوا ۳۵۰ تر ۴۰۰ غرفې چمتو کړي چې خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړي او یاد نندارتون به څلور ورځې دوام وکړي.
 
ښاغلي خانجان الکوزي د دغه نندارتون د تنظیموونکو د ستاینې په ترڅ کې د دغه نندارتون د جوړیدو په اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل: د هیواد د بیلابیلو تولیدي سکتورونو د محصولاتو او تولیداتو د معرفي کولو په موخه د دا ډول نندارتونونو جوړیدل اړین دي.
 
هرات د صنعتي ودې او پانګونې له پلوه د افغانستان یو له سترو ښارونو څخه ګڼل کېږي او باید له بېلابېلو تولیدي سکتورونو یې ملاتړ وشي. نوموړي د مرکزي حکومت له رهبرۍ وغوښتل، چې د دغه ولایت سوداګرو، پانګوالو او صنعتکارانو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.