د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي د نړیوال نندارتون د په لاره اچولو په تړاو ناسته ترسره کړه

د نړیوال نندارتون د په لاره اچولو او همغږۍ په تړاو ناسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند تر مشرۍ لاندی او د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک او د اتاق د ځینو ډيپارټمنټونو مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.

په یاده ناسته کې د نندارتون  د په لاره اچولو، پروګرام جوړولو، عملیاتي پلانونو او یو شمیر نورو تخنیکي مسایلو په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مهمند په کابل کې د نړیوال نندارتون د په لاره اچولو اهمیت خبرې وکړې او د دغه نندارتون د جوړولو د څرنګوالي په برخه کې یې اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې او زیاته یې کړه: د هېواد د کورنيو توليداتو د لا ښه معرفي کولو په موخه دغه نندارتون ته اړتيا ده.

ښاغلي مهمند د دغه نندارتون پر هراړخیزوالي ټینګار وکړ او ویې ویل: په کابل کې د یوه نړیوال نندارتون جوړېدل د کورنیو تولیداتو د معرفي کولو ترڅنګ د سیمه ییزو او نړیوالو تولیداتو د معرفي کولو زمینه برابروي او په دې برخه کې باید هڅه وکړو چې د کورنیو تولیداتو لپاره ښه سیمه ایز او نړیوال بازارونه پیداکړو.