د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق، حرکت ادارې او نړیوالې مالي ادارې (IFC) ترمنځ مشورتي ناسته ترسره شوه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق، حرکت ادارې او نړیوالې مالي ادارې (IFC) ترمنځ مشورتي ناسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د عامل پلاوي رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي، د مدیره پلاوي غړیو هر ښاغلي خان جان الکوزي، ضیاءالدین اچکزي او احمد ضیاء عظیمي شینوزاده، د غزني ولایتي اتاق رئیس او د مرکزي اتاق څارنې پلاوي منشي ښاغلي عبدالمتین قلندري، د حرکت ادارې رئیس ښاغلي حجت الله فضلي، د خصوصي سکتور د پراختیا متخصص ښاغلي محمد سلیمان بنشاه، د نړیوالې مالي ادارې مسؤل ښاغلي چارلیس او د ولایتي اتاقونو استازو په ګډون ترسره او د خصوصي سکتور ملاتړ په موخه د اغیزمنو کړنلارو رامنځته کولو په اړه پکې خبرې اترې وشوې.

ښاغلي خانجان الکوزي د حرکت او نړیوالې مالي ادارې مسؤلینو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د حرکت ادارې له دوامداره همکاریو څخه مننه وکړه او د خصوصي سکتور د ستونزو په اړه یې خبرې وکړې وې ویل: د افغانستان خصوصي سکتور په کور دننه او بهر له بیلابیلو ستونزو سره مخ دی. لکه: ویزو ته نه لاس رسی، د سوداګرو لپاره د اغېزمنو بانکي خدمتونو نشتوالی، د زیربناوو او برېښنا نشتوالی او بېلابېلو هېوادونو ته د سوداګرو د پیسو د لېږد برخه کې ستونزې.
نوموړي زیاته کړه: "له یوه کال راهیسې موږ کومه واضح حل لاره نه لرو، څو د خصوصي سکتور ستونزې هوارې کړو او خپل سوداګریز فعالیتونه په سمه توګه پرمخ یوسو."

ښاغلي فضلي د دې ناستې د موخې په اړه وویل: د نننۍ ناستې موخه دا ده چې څنګه د خصوصي سکټور ترمنځ همغږي او یووالی رامنځته شي او له ور څخه ملاتړ وشي.
نوموړي د خپلو خبرو په جریان کې وویل: خصوصي سکټور د خپلو فعالیتونو برخه کې د ستونزو د حل لپاره یو واضح میکانیزم ته اړتیا لري ترڅو خپلو شته ستونزو او ننګونو ته د پای ټکی کیږدي.

ښاغلي چارلیس د خصوصي سکټور د شته ننګونو په منلو سره، د یوې اغېزمنې حل لارې د پیدا کولو لپاره د نړیوالې مالي ادارې پر همکارۍ ټینګار وکړ او ویې ویل: نړیواله مالي اداره به د سوداګرۍ او پانکونې اتاق او د حرکت ادارې په همکارۍ، هڅه وکړي د خصوصي سکټور د ملاتړ لپاره یو واضح میکانیزم رامینځته کړي. نوموړي په دې برخه کې د حرکت ادارې او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره د لازمې همکارۍ ژمنه وکړه.

ښاغلي شفیق الله عطايي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د شته ننګونو د حل په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: اتاق تل هڅه کوي د هغو ستونزو د حل لپاره چې د خصوصي سکتور د فعالیتونو پر وړاندې خنډ ګرځي، د حل لارې چارې لټوي.
هغه د خصوصي سکټور لخوا د وړاندیز شوې کڅوړې په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه: موږ د خصوصي سکټور لخوا وړاندیز شوې بسته د ننګونو د له منځه وړلو په موخه چمتو کړې ده، چې له نیکه مرغه په کارولو سره مو یو شمېر هغو ستونزو ته د پای ټکی کېښود، چې د ډیر وخت راهیسی خصوصي سکتور ورسره لاس او ګریوان وه.  

ښاغلي قلندري د ښځو په ګډون د متشبثینو د فعالیتونو پر وړاندې د پرتو خنډونو او یو شمېر نورو مسایلو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: افغان ښځینه متشبثې د نړیوالو بنسټونو د ملاتړ له نشتوالي او د بې وزلۍ او بې روزګارۍ له ستونزو سره مخ دي، چې په ملي او نړیواله کچه د دا ډول غوڼدو جوړیدل د وضعیت په ښه کولو کې مرسته کوي.  

ښاغلي بینشاه د خصوصي سکتور څخه د ملاتړ په موخه د یوې روښانه کړنلارې، د اتاق، حرکت ادارې  او نړیوالې مالي ادارې ترمنځ د همکارۍ د لارو چارو، د یوه پلیټ فارم د جوړولو د اړتیا او پلانونو په اړه معلوماتي پریزنټیشن وړاندی کولو ترڅنګ، له ستونزو څخه د وتلو لارې چارې په ګوته کړې.

د مدیره پلاوي غړیو: ښاغلي عصمت الله وردګ، ښاغلي ضیاء الدین اچکزي او احمدضیا عظیمي شینوزاده او همدا راز د ولایتي اتاقونو استازو د خصوصي سکټور څخه د یوه اغیزمن ملاتړ د رامنځته کولو په اړه خپل نظریات وړاندې کړل.

ښاغلي شفیق الله عطايي د خصوصي سکتور ملاتړ په موخه د ګډون کوونکو د اغیزمنو نظریاتو په بیانولو سره ناسته پای ته ورسوله.