د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال په کابل کې د هندوستان سفارت له سرپرست سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د عامل پلاوي نړیوالو اړیکو ډیپارټمنټ مسؤل ښاغلي امید غفورزي په حضور کې په کابل کې د هندوستان سفارت له سرپرست ښاغلي بهارت کمار کوتاتي سره لیدنه ترسره کړه.
 
په دې لیدنه کې ښاغلي مهمند د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د یوې خپلواکې، غیر سیاسي او غیر دولتي ادارې په توګه چې موخه یې د سوداګرۍ ټولنې او خصوصي سکتور ته خدمت کول دي، د سوداګریزو او اقتصادي فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.
 
نوموړي په هند کې د افغان سوداګرو پر وړاندې د شته ستونزو په ځانګړي ډول د ویزو د ورکړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو شخړو د حل په برخه کې د شته ستونزو د یادولو ترڅنګ د سوداګرو د ستونزو د حل او په دې برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې د هند سفارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي مهمند په تېر کې له هند سره د ښو سوداګریزو اړیکو (تېر کال هند ته شاوخوا ۵۰۰ میلیونه ډالره صادرات او د روان کال په لومړیو دوو ربعو کې شاوخوا ۲۵۰ میلیونه ډالره صادرات) او له هند سره سوداګرۍ ته د افغان سوداګرو د لېوالتیا یادونې کولو ترڅنګ، په افغانستان کې د هند د پانګونې په جلبولو، په تېره بیا د کانونو په برخه کې، افغانستان او هند ته د سوداګریزو پلاوو پر سفرونو او همدارنګه د سوداګریزو کنفرانسونو پر تنظیم، د ګډې خونې پر جوړولو او د ګډو نندارتونونو پر جوړولو او په لاره اچولو ټینګار وکړ.
 
ښاغلي بهارت کمار د افغانستان له خلکو سره په تېر کال کې د هند له خوا د ۱۵ زره ټنه غنمو او د کرونا د واکسین د ۵ میلیونو دوزونو د مرستې د یادولو په ترڅ کې د سوداګرو پر وړاندې شته ستونزې او د ویزو نه ورکړه لنډمهاله وبلله.
 
ښاغلي بهارت کمار ژمنه وکړه چې سفارت به دغه ستونزې د هندوستان بهرنیو چارو وزارت سره شریکې او هیله يې څرګنده کړه چې یادو ستونزو ته به د پای ټکي کیښودو برخه کې خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.