د صادراتي محصولاتو ضد عفوني کولو په تړاو د عامه پوهاوي پروګرام په اتاق کې په لاره واچول شو

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هېواد د صادارتي محصولاتو ودې په موخه د خپلو بی سارو هلو ځلو په سلسله کې، داځل د صادراتي محصولاتو ضد عفوني کولو په تړاو د عامه پوهاوي پروګرام په اتاق کې د مدیره پلاوي غړیو هر ښاغلي خان جان الکوزي او ضیاءالدین اچکزي، د عامل پلاوي رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي، د کرنې وزارت د کرنیزو محصولاتو د قرنطین او ضد عفوني کولو مسؤل ښاغلي سردار علي عباس، د فومیګیشن مرکز او کندا فروټ شرکت رئیس ښاغلي نجیب الله مهمند، سوداګرو او د وچې میوې او پښتې صادروونکو سوداګرو په حضور کې په لاره واچول شو.
 
دغه پروګرام چې د صادراتو او پانګونې پراختیا ډیپارټمنټ په همکارۍ جوړ شوی و، په پیل کې محترم خانجان الکوزي د صادراتي محصولاتو د فومیګیشن پر اهمیت خبرې وکړې او د قرنطین د حشراتو د مخنیوي مرکز یې د هېواد د صادراتو د معیاري کولو په خاطر یوه اساسي اړتیا وګڼله او زیاته یې کړه: د کوکنارو د کښت له منع کېدو وروسته د پنبې کښت په بې ساري ډول وده کړې او د دې محصول صادرات د نړیوالو معیارونو د پوره کولو لپاره فومیګیشن ته اړتیا لري.
 
نوموړي د کندا فروټ شرکت د فوموګیشن له مسوولينو وغوښتل، چې د سوداګرو د مالي حالت په پام کې نيولو سره د صادراتي محصولاتو د فومیګیشن بيې تر ټولو کمې کړي.
ښاغلي عطايي د نړیوالو معیارونو سره سم د صادراتو په معیاري کولو باندې ټینګار وکړ او ویې ویل: د صادراتو په معیاري کولو کې د فومیګیشن رول ارزښتناک دی او د وچې میوې سوداګر او د پنبې شرکتونه باید د خپلو کرنیزو محصولاتو فومیګیشن ته جدي پاملرنه وکړي. هغه له صادرونکو سوداګرو سره د دغه مرکز د لا زياتې همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي عطايي زیاته کړه: د اتاق مشرتابه تل هڅه کوي چې ګاونډیو هېوادونو او سیمې ته د صادراتو بهیر چټک او معیاري کړي چې د دغه ډول مرکز جوړول د دې پروسې په معیاري کولو کې مرسته کوي.
د کندا فروټ شرکت اجرائیوي رئیس د فیومیګیشن د پړاوونو، د صادراتي محصولاتو په برخه کې د هغه ګټې، د سوداګرو او د کرنیزو محصولاتو صادرونکو ته د اړتیا وړ اسانتیاوو، د فی کیلو/ټن د فومیګیشن نرخ او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه معلوماتي پریزنټیشن وړاندې کړ.
 
په دې پروګرام کې سوداګرو او صادرونکو هم خپلې پوښتنې مطرح کړې چې د اتاق او اړوندو ادارو د مسوولینو له خوا ورته د قناعت وړ ځوابونه ورکړل شول.