د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي او د سویل حوزې د کیمیاوې سرې واردوونکو سوداګرو د کرنې وزارت له معین سره ناسته ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د سویل حوزې د کیمیاوې سرې واردوونکو سوداګرو د کرنې وزارت له معین ښاغلي صدراعظم سره د لیدنې په ترڅ کې، د ګاونډیو هېوادونو څخه د کیمیاوې سرې واردولو او د هېواد مختلفو برخو ته يې د وړلو برخه کې شته ستونزو په اړه خبرې وکړې.
 
ښاغلي مهمند د کیمیاوي سرې پر اهمیت او د کرنیزو محصولاتو په وده کې د هغې د رول په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: کیمیاوي سرې د کرنیزو محصولاتو د ودې او زیاتوالي لپاره یوه بیړنۍ اړتیا ګڼل کېږي، خو که موږ ونه شو کولای چې خپلو کروندګرو ته کیمیاوي سرې برابرې کړو؛ د کرنې بهیر او د کرنیزو محصولاتو زیاتوالی به د ستونزو سره مخامخ شي.
 
نوموړي د کرنې وزارت له مرستیال څخه وغوښتل چې د کیمیاوي سرې د برابرولو په برخه کې د بزګرانو اړتیاوې په نظر کې ونیسي، د دوی د ستونزو د حل په موخه دې لازمه همکاري وکړي او له ګاونډیو هېوادونو څخه د کیمیاوي سرې د واردولو او د هېواد ټولو برخو ته د لېږدولو په برخه کې دې اسانتیاوې رامنځته کړي.
 
ښاغلي صدراعظم د ښاغلي مهمند د خبرو او د کیمیاوي سرې د واردونکو د شته ستونزو له اورېدو وروسته وویل: موږ هڅه کوو چې شته خنډونه په ګوته او د حل لپاره یې لازم اقدامات ترسره کړو.
هغه ژمنه وکړه، چې په دې اړه به درې کسیزه کمېټه وټاکي، ترڅو خپل کاري راپور د وزارت له مشرتابه سره شریک کړي او په پایله کې به یې معقوله پرېکړه وشي.