د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال په کابل کې د یوناما دفتر له مسؤلې سره لیدنه وکړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک په ملتیا په کابل کې د یوناما دفتر له مسؤلې آغلې داني بوګس سره لیدنه ترسره کړه.
 
په یاده ناسته کې چې د اتاق په مرکزي دفتر کې ترسره شوه، د خصوصي سکټور پر ستونزو، د دولتي ادارو له خوا د هېواد د صادراتو د ملاتړ په موخه د سبسایډي نه برابرول، د دولتي پروژو د تطبیق کوونکو د غوښتنو نه برابرولو، د افغانانو د پیسو د کنګل کیدو او یو شمیر نورو مسایلو په اړه د نظرونو تبادله وشوه.
 
ښاغلي مهمند یادو ستونزو ته په کتو سره په هېواد کې د پانګونې د فرصتونو په اړه هیله مندي څرګنده کړه او ویې ویل: د پانګونې او سوداګرۍ یو له اساسي شرطونو څخه د ټولیز او سرتاسري امنیت تامین دی چې له نېکه مرغه نن ورځ د داسې شرایطو شاهدان یو او فضا د پانګونې لپاره مناسبه ده.
 
نوموړي د پنبې د کښت او د ځينو ولايتونو په اقتصادي وده کې د هغې د اهميت په اړه خبرې وکړې او زياته يې کړه: د جنوب لوېديځو ولايتونو په ځانګړې توګه هلمند ولايت چې د کرنې وړ ځمکې او مناسب اقليم لري، د پنبې کرلو او توليد ته چمتو دي او که د يوناما دفتر او نړيوالې مؤسسې په دې برخه کې همکاري وکړي موږ کولای شو په دغه ولایت کې د پنبې د پروسس او تېلو د تولید فابریکه جوړه کړو چې له یوې خوا به د دې ولایت خلکو ته د کار زمینه برابره شي او له بلې خوا به د پنبې غوره تېل د هېواد په دننه کې عرضه او بهر ته يي په صادرولو باندی قادر شو.
 
آغلې داني بوګس د اتاق د مشرتابه له پرله پسې هڅو څخه د مننې په څرګندولو سره، د دوی پر هر اړخیزو همکاریو ټینګار وکړ او ویې ویل: د افغانستان خلک له سختو اقتصادي شرایطو سره مخ دي، د یوناما دفتر د اقتصادي ودې ترڅنګ، د بشردوستانه مرستو، زیربناوې، د ډیرو پانګونو لپاره د زمینې برابرول، د صنعت وده او د کورنیو سرچینو څخه د انرژۍ تولید برخه کې هر اړخیزې همکارۍ کولو ته ژمن دی.