د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د هېواد سویل حوزې سوداګرو ستونزې واوریدې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي او ضیاءالدین اچکزي او د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک د کیمیاوې سرې واردوونکو اتحاديې له رئیس ښاغلي حاجي رحمت الله، د هلمند ولایتي اتاق رئیس ښاغلي غلام یحی پښتون او د یادې اتحاديې له یو شمیر غړیو سره په مرکزي دفتر کې لیدنه ترسره کړه.
 
د کیمیاوې سرې واردوونکو د سویل څخه د هېواد نورو برخو ته د کیمیاوې سرې د انتقال او ګمرکي تعرفو بیې لوړوالي ستونزو په اړه خبرې وکړې او د یادو ستونزو حل برخه کې يې د اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي مهمند د کیمیاوې سرې واردوونکو سوداګرو ستونزو له اوریدو وروسته، د هغوی څخه وغوښتل چې خپلې ستونزې په لیکلې بڼه اتاق ته وسپاري څو اتاق يې د اړوندو دولتي ادارو سره شریکې او د له منځه وړلو برخه کې يې لازمه همکاري ترسره کړي.