د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د هرات ولایت د خوراکي توکو اتحاديې له رئیس او غړیو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي د هرات ولایت خوراکي توکو اتحاديې له رئیس ښاغلي نجیب الله خیر اندیش فوشنج او د یادې اتحاديې له یو شمیر غړیو سره په مرکزي دفتر کې د لیدنې په ترڅ کې، د هرات ولایت د سوداګرو او صنعتکارانو شته ستونزو او ننګونو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي خیر اندېش فوشنج په دغه ولایت کې د خوراکي توکو د تولیدونکو او واردونکو د ستونزو یادونه وکړه او ویې ویل: د خوراکي توکو واردونکي او تولیدونکي د لوړو ګمرکي تعرفو، د خوراکي توکو د فابریکو د جوړولو لپاره د کافي ځمکې نه شتون او یو شمېر نورو ستونزو سره مخ دي او یادې ستونزې باید د حکومت لخوا حل شي.
 
نوموړي د اتاق له مشرتابه وغوښتل، چې د دوی ستونزې له دولتي چارواکو سره شریکې کړي او د حل په برخه کې ورسره همکاري وکړي.
ښاغلي مهمند د خوراکي توکو اتحادیې د غړو د ستونزو د اوریدو او د ښه راغلاست په ترڅ کې د صنعت په اهمیت او د هیواد په اقتصادي وده کې د هغې د رول په اړه خبرې وکړې او وې ویل: صنعت او پانګونه په بیلابیلو سکتورونو کې اساسي رول لري. او همدارنګه د هېواد په اقتصادي وده او پرمختګ کې يې رول خورا مهم دی او دا چې اتاق تل هڅه کړې چې په دې برخه کې د دولت لازمه پاملرنه راجلب کړي.
 
هغه په دې برخه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه څخه د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه: د اتاق مشرتابه هڅه کوي چې د هرات د صنعتکارانو او د خوراکي توکو د واردونکو ستونزې له دولتي چارواکو سره شریکې کړي او د هغوی ستونزې حل کړي. او دوی ته به د زیربنایي سکتور په برخه کې د دولت له خوا لازمې اسانتیاوې چې د فابریکو د جوړولو لپاره د کافي ځمکې برابرول او د ګمرکي تعرفو کمول پکی شامل دي برابرې کړي.