د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د لوګر ولایت سوداګرو او پانګه والو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي پانګه ایز مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي ضیاءالدین اچکزي او د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک د لوګر ولایت سوداګرو او پانګه والو سره د مرکزي دفتر د ناستو په خونه کې لیده کاته وکړل.

د لوګر ولایت سوداګرو د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د اتاق د مشرتابه له پرله پسې او نه ستړي کیدونکو هلو ځلو څخه د مننې ترڅنګ د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د دغه ولایت ستونزې او ننګونې د اتاق له مشرتابه سره شریکې کړې. دوی په لوګر ولایت کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ولایتي څانګې د جوړېدو غوښتنه وکړه، څو په دغه ولایت کې د سوداګریزو خدمتونو اسانتیاوې برابرې شي.

ښاغلي سلطان محمد صافي د لوګر ولایت سوداګرو ته د ښه راغلاست پرمهال او د یادو سوداګرو د ستونزو له اورېدو وروسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هېواد د سوداګرو او پانګوالو ګډ کور وباله او د اتاق په استازولۍ يي په لوګر ولایت کې د ولایتي اتاق د جوړیدو په هکله وویل "د لوګر ولايتي اتاق تاسیس برخه کې موږ لازمې همکارۍ ته چمتو یو او ژمنه کوو چې چې دغه موضوع به ژر تر ژره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه سره شريکه کړي او په اړه به يې لازم تصميم ونيسي."

ښاغلي میرویس هوتک ژمنه وکړه چې د یاد اتاق د طرزالعمل، د اتاق د تشکيلاتي جوړښت، د مدیره  پلاوي د غړو د معرفي کولو او یو شمېر نورو مسایلو په اړه به لازمې لارښوونې له نوموړي سره شریکې کړي او هر ډول لازمې همکارۍ ته چمتو او ژمن دی.