د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي په کابل کې د ایران سوداګریزې آتشې سره لیده کاته وکړل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د عامل پلاوي رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي او د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي په کابل کې میشت د ایران سفارت سوداګریزې آتشې ښاغلي دوکتور روستايي سره د لیدنې په ترڅ کې، د افغانستان او ایران ترمنځ په سوداګرۍ او پانګه اچونې او په دی برخه کې په شته فرصتونو او وړتیاوو خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مهمند د سوداګریزې آتشې او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې په اړه خبرې وکړې او وې ویل: د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري او پانګونه د یوه واضح میکانیزم پر بنسټ نه ده، موږ باید هڅه وکړو چې د حل لاره پیدا کړو. چې افغان او ایراني سوداګر کولای شي په بېلابېلو برخو کې سوداګري او پانګونه وکړي. په همدې خاطر موږ غواړو چې په نږدې راتلونکي کې د افغانستان او ایران ترمنځ یوه ګډه خونه جوړه کړو.

ښاغلي عطايي د صادراتو او وارداتو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: په تېرو پنځو کلونو کې له ایران سره صادرات او واردات له لوړوالي سره مخ دي. هغه زیاته کړه: افغانستان او ایران د سوداګرۍ په برخه کې یو پر بل متکي دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ ته جدي اړتیا ده.

خانجان الکوزي د ایران او افغانستان د سوداګریزو اړیکو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: افغانستان تل له ایران سره سوداګرۍ ته لېواله دی او هڅه یې کړې چې د دواړو خواوو ترمنځ د سوداګرۍ بهیر ښه پرمخ ولاړ شي. هغه زیاته کړه، امنیت د سوداګرۍ او پانګونې د ودې لپاره اساسي اړتیا ګڼل کېږي، له نېکه مرغه نن افغانستان هر اړخیز امنیت لري او د پانګونې لپاره چاپېریال برابر شوی دی.

ښاغلي انجینر سید جاوید برهان د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: موږ له ایران سره د سوداګرۍ په برخه کې له ستونزو سره مخ یو، لکه د روښانه سوداګریزې کړنلارې نشتوالی، یو طرفه تجارت او یو شمېر نور. نوموړي د دغو ستونزو د حل غوښتنه وکړه.

ښاغلي روستايي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړې او وې ویل: موږ هڅه کوو چې د افغان سوداګرو ستونزې هوارې کړو او لېواله یو چې له افغان سوداګرو سره د ټکنالوژۍ، طبي وسایلو، درملو او خوراکي توکو په برخو کې مرسته وکړو. هغه زیاته کړه، موږ ایراني شرکتونه هڅوو چې په تخنیکي برخه کې افغانستان ته فرصتونه برابر کړي، څو په دغه هېواد کې د ټکنالوژي بنسټیزه شي.

ښاغلي مهمند ژمنه وکړه چې د ایراني تولیداتو د نندارې لپاره به یو جلا صالون د ایراني چارواکو په واک کې ورکړو ترڅو د ایراني محصولاتو لپاره لازمه بازارموندنه ترسره شي.