د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي په کابل کې د یوناما دفتر له مسؤلینو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي پانګه ایز مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي، د مدیره پلاوي د دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، او د مدیره پلاوي غړيو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي او احمد ضیاء عظیمي شینوزاده، د کابل سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي احمد شاه حکیمي د غالیو او جلغوزیو اتحادیو د مسؤلینو او د کام ایر او بشیر نوید ګروپ استازو په حضور کې په کابل کې د یوناما دفتر د پروګرامونو همغږۍ کوونکي ښاغلي آتول ګوپتا، د سیاسي کمېټې مدیرې آغلې داني بوګس او د یوناما دفتر د پروګرامونو چارو تنظیمولو مدیرې آغلې جولیني لینکي سره په کابل سرینا هوټل کې لیدنه وکړه او د ګډو همکاریو او د افغانستان خصوصي سکتور کې شته ننګونو په اړه خبرې اترې وکړې.

په دې کتنه کې د سوداګرۍ او پانګونې پر ستونزو او ننګونو، د کانونو په برخه کې د پانګونې د جلبولو، د افغانستان د منجمدو پیسو د خلاصون، د زیربناوو په جوړولو کې د مرستې ترلاسه کولو، د خصوصي سکتور د ملاتړ او په دې برخه کې د لازمو همکاریو په اړه خبرې وشوې.

ښاغلي مهمند د یوناما دفتر مسؤلینو ته د ښه راغلاست او د دغه دفتر د بشردوستانه مرستو د قدردانۍ په ترڅ کې په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو په ځانګړې توګه د کانونو په برخه کې یادونه وکړه.
نوموړي زیاته کړه "د ډبرو سکرو کانونه باید په معیاري ډول استخراج شي او د انرژي تولید لپاره وکارول شي او په دې برخه کې ستاسو تخنیکي مرستې ته اړتیا لرو. هغه زیاته کړه: د بشردوستانه مرستو ترڅنګ د صنعت د ودې لپاره د زیربناوو په جوړولو، د انرژۍ د تولید په برخه کې ستاسو مرستې ته اړتیا لرو، ترڅو افغانستان له یوه وارداتي هېواد څخه په صادراتي هېواد بدل کړو."

ښاغلي خانجان الکوزي په دې کتنه کې د خصوصي سکتور د ستونزو، د افغانستان بانکي ستونزو او د سوداګرو د پیسو د انتقال، د نړیوالې ټولنې له خوا د افغانانو د پیسو د بندیدو او افغان سوداګرو ته د ویزو د ورکړې په برخه کې د شته ننګونو په اړه خبرې وکړې. او د یوناما دفتر همکاري یې د حل په برخه کې مهمه وبلله.

ښاغلي خان محمد سرفراز باز د افغاني صرافانو د ستونزو یادونه وکړه او زیاته یې کړه: نن ورځ په سلو کې له ۹۰ څخه زیاتې پولي او سوداګریزې راکړې ورکړې د صرافانو د پیسو د خدمتونو له لارې ترسره کیږي. هغه د یوناما له مسؤلینو وغوښتل چې د صرافانو د ستونزو په حل کې همکاري وکړي.

ښاغلي آتول ګوپتا او ورسره ملګري ټیم د افغانستان خلکو ته د اقتصادي مسایلو او بشري مرستو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: د افغانستان اقتصادي مسایل تل زموږ لپاره لومړیتوب لري. موږ یواځی په بشردوستانه مرستو اکتفا نه کوو بلکې موږ د زیربنایي فعالیتونو د زیاتولو هڅه هم کوو.

آغلې داني بوګس او مېرمن جولیني لینکي په خپلو خبرو کې وویل: موږ د نړیوالې ټولنې په توګه تل هڅه کوو چې د افغانستان په مسئله کې له ښکېلو خواوو سره خبرې وکړو. تر څو يادو شويو ستونزو ته د حل ښې لارې چارې ولټوو.