د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د سي آر اس اس او ډان نیوز له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي پانګه ایز مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي، د مدیره پلاوي د دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز او د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي د سي آر اس اس (CRSS) ادارې رئیس ښاغلي امتیاز ګل، د پاکستان ډان نیوز (Dawn News) رئیس ښاغلي افتخار حسین او د هېواد د اقتصادي مطالعاتو رئیس ښاغلي عبدالرحمن شینواري سره لیدنه ترسره کړه.

په دې کتنه کې د سوداګرۍ پر پراختیا، د پانګونې او ترانزیت په برخه کې پر شته ننګونو، په دې برخه کې د فرصتونو او ظرفیتونو په اړه بحث او خبرې وشوې.

د دواړو لورو مشرانو د دواړو لورو د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په موخه د تګلارو پر جوړولو خبرې وکړې.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي په تخنیکي مسایلو لکه: په بندرونو کې د فعالیتونو ځنډول، فزیکي پلټنې، سوداګرو ته د ویزې اسانتیا، سوداګرو ته د سفري خدمتونو برابرول، بانکي ستونزې، له افغان مسافرو سره د پاکستاني چارواکو چلند، پاکستان ته د سفر په ترڅ کې چلونکي سره د همکار په صفت یو کس ته اجازه نه ورکول، او په یو لړ نورو مسایلو خبرې وکړې.

همدارنګه د دواړو لورو چارواکو ټینګار وکړ چې رسنۍ او سوداګر باید د دواړو خواوو د اقتصادي اړیکو په ښه کولو کې خپل مثبت رول ولوبوي.