د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي په کابل کې میشت د چین سفارت مرستیال سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي پانګه ایز مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي، د مدیره پلاوي د دارلانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د عامل پلاوي رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي او د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي په کابل کې میشت د چین سفارت مرستیال ښاغلي هو سره د یوې آنلاین ناستې په ترڅ کې، د جلغوزیو صادروونکو سوداګرو ستونزو په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي مهمند د سوداګرۍ په برخه کې د چین د ښو همکاریو د قدردانۍ په ترڅ کې وویل "چین زموږ ستر سوداګریز شریک دی او تل یې د افغانستان د سوداګرۍ په برخه کې لازمې همکارۍ کړي دي."
ښاغلي مهمند د جلغوزیو د سوداګرو پر وړاندې د شته ننګونو یادونه وکړه او ویې ویل "د جلغوزیو صادرونکي د ویزې د نه لرلو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي، ځکه نه شي کولای خپل صادرات د چین په بازارونو کې وپلوري."
نوموړي د چین د سفارت له مرستیال څخه وغوښتل چې د افغان سوداګرو او صادرونکو لپاره د ویزې د اسانتیاوو برابرولو ته جدي پاملرنه وکړي.

د مدیره پلاوي لومړي مرستيال زياته کړه "که صادرونکو ته د ويزو د ورکړې په برخه کې لا زياتې اسانتياوې رامنځته شي، د هوايي دهلېز له لارې د صادراتو ترڅنګ به چين ته د ځمکې له لارې هم خپل توليدات صادر کړو."
ښاغلي مهمند د خپلو خبرو په پای کې وویل چې، په افغانستان کې د چين د پانګونې لپاره فضا مناسبه ده او له چین څخه يې وغوښتل چې د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي.

ښاغلي عطايي د چین او افغانستان تر منځ د سوداګرۍ د ارزښت په اړه وویل "د چین په بازارونو کې د افغان جلغوزیو تقاضا زیاته ده او موږ د هوایي دهلېز له لارې چین ته د جلغوزیو د صادراتو د زیاتوالي شاهدان یو."
هغه زیاته کړه "موږ هیله مند یو چې په دې برخه کې لازم پرمختګونه وکړو، په همدې موخه مو له کام ایر سره چین ته د جلغوزیو د لېږد تړون لاسلیک کړ، څو دغه بهیر چټک شي."

د افغانستان د جلغوزیو د اتحادیې رئیس ښاغلي دلدار ځدراڼ د جلغوزیو د صادرونکو د ستونزو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل "موږ د جلغوزیو سوداګرو ته د ویزو د نه ورکولو، د پاکستان او ازبکستان له لارې د جلغوزيو د لېږد او د لېږد د بهير د سستوالي له امله له ډیر شمیر ستونزو سره لاس او ګریوان یو او د چین له جمهوریت څخه غواړو چې یادو ستونزو ته د پای ټکی کیږدي.  

د چین د سفارت مرستیال د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي او سوداګرو د ستونزو، نظریاتو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته وویل "هڅه به وکړو چې په راتلونکو دوو اونیو کې افغان سوداګرو ته د ویزو د ورکړې ستونزې هوارې کړو. او له هغې وروسته به افغان سوداګر کولای شي چې په عادي ډول د ویزو لپاره درخواست وکړي."
ده همدا راز زیاته کړه: له افغانستان څخه د جلغوزیو د وارداتو ترڅنګ، موږ هڅه کوو چې د نورو کرنیزو محصولاتو په ځانګړي ډول د وچو میوو لکه پسته او بادامو د واردولو لپاره زمینه برابره کړو.
هغه زیاته کړه: موږ د ټولو افغاني محصولاتو لپاره ۸۹ سلنه معافیت رامنځته کړی، ترڅو افغان سوداګر لا زیات وهڅول شي.
د سفير مرستيال د پاکستان له لارې د ترانزيټي ستونزو په اړه وويل: چينايي پلاوي له پاکستاني پلاوي سره په کتنه کې دغو ستونزو ته د پاى ټکى کېښود او له دې وروسته په دې برخه کې کومه ستونزه نشته.