د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل رئیس د ځمکني ټرانسپورټ نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي د ځمکني ټرانسپورټ نړیوال کنفرانس کې چې د روان کال د سپټمبر میاشتې په ۲۶-۳۰ نېټه د ازبکستان په تاشکند او سمرقند ښار کې جوړ شو او د منځنۍ اسیا، منځني ختیځ او د جنوبي اسیا د هېوادونو د خصوصي سکتورونو یو شمیر غړیو هم پکی ګډون درلود، ګډون، وینا او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق استازیتوب وکړ.  

په یاد کنفرانس کې د اتاق د ټرانسپورټ کمېټې مرستیال او د بامیانو ولایتي اتاق رئیس ښاغلي لطف الله امیني او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د تیر ډیپارټمنټ مسؤل ښاغلي غلام رحمن نبي زاده هم د ګډون ترڅنګ، د ټرانسپورټ او ټرانزیټ برخه کې د شته ننګونو او ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلي عطايي د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا د هېوادونو ترمنځ د پله په توګه د هېواد د ترانزیتي موقعیت د تشریح کولو په ترڅ کې د شته فرصتونو، ترانزیتي او ترانسپورتي ستونزو، په ترانسپورتي برخه کې د ظرفیتونو د لوړولو او د شته ستونزو د حل په اړه خبرې وکړې.
دغه راز د ځمکني نړیوال سازمان له عمومي رئیس ښاغلي امبرټو دی پییرټو او د ازبکستان د (ایرکوز) ادارې له رئیس ښاغلي سنجر پولو سره د ډیجیټل تیر لاندې د لومړۍ آزمایښتي کارګو د لیږد په اړه د یو اړخیزو ناستو په ترڅ کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سیستم، له یاد سازمان څخه د تخنیکي همکاریو د ترلاسه کولو او د ټرانسپورټي شرکتونو د معیاري کولو لپاره د ظرفیت لوړونې د پروګرامونو پر پیل هر اړخیز بحث وکړ او په دې برخه کې یې د پرېکنده همکارۍ ژمنه وکړه.

په دې کنفرانس کې د ځمکني ټرانسپورټ نړیوال سازمان او د ازبکستان د ایرکوز ادارې ژمنه وکړه چې په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان خصوصي سکتور او د افغانستان ګمرکونو ته د روزنیزو ورکشاپونو په جوړولو سره د ځمکني ترانسپورت رواجولو برخه کې همکاري وکړي.