د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د (Human Stem Cells) انسټیټیوټ د بهرنیو اړیکو مسؤل سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان او د عامل پلاوي رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي د (Human Stem Cells) انسټیټیوټ د بهرنیو اړیکو مسؤل ښاغلي ولاد میر سپسي سره د لیدنې په ترڅ کې، د روغتیا سکتور کې شته ستونزو، د درملو کمښت، په دولتي روغتونونو کې د معیاري خدمتونو نشتوالي او د روغتیا سکتور ښه والي برخه کې د خصوصي سکتور رول په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلي عطايي د اتاق له لارې د هېواد عامه روغتونونو سره د (Human Stem Cells) انسټیټیوټ له لوري د درملو او واکسینونو ویشل وستایل او زیاته يي کړه " موږ د درملو د کمښت او د دولتي روغتونونو لپاره د معیاري خدماتو په وړاندې کولو کې له دې انسټیټیوټ څخه د لا زیاتې مرستې غوښتنه کوو."

ښاغلي برهان د روغتیا په برخه کې د خصوصي سکټور پر اهمیت د ټینګار په ترڅ کې وویل "د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د خصوصي سکتور او دولتي ادارو ترمنځ د پله په توګه کار کوي ترڅو خلکو ته د روغتیايي خدمتونو د عرضې په ښه کولو کې مرسته وکړي."
نوموړي ژمنه وکړه چې د لا ډیرې همغږۍ په موخه به د (Human Stem Cells) انسټیټیوټ او عامې روغتیا وزارت مسؤلینو ترمنځ د ناستې لپاره زمینه برابره کړي.

ښاغلي ولاد میر سپسي ژمنه وکړه چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له لارې به د (Human Stem Cells) انسټیټیوټ له عامې روغتیا وزارت سره په بېلابېلو سکتورونو کې د څو ملیونو دوز واکسین او د روغتیا سکتور د اړتیا وړ درملو په برخه کې مرسته وکړي.