د "حاجي ګل آغا پرواني خیریه بنسټ" د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي په حضور کې پرانستل شو

د "حاجي ګل آغا پرواني خیریه بنسټ" د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي تر ریاست لاندی او د اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د دارلانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي او احمد ضیاء عظیمي شینوزاده، حکومتي چارواکو او د خصوصي سکتور غړیو په حضور کې د پروان ولایت په مرکز کې پرانستل شو.

ښاغلي مهمند د دغه بنسټ د دفتر د پرانستلو په مراسمو کې په تیرو کلونو کې د پروان ولایت له خلکو او د هیواد په نورو ولایتونو کې له اړو خلکو سره د دغه بنسټ د اغیزمنو، ګټورو فعالیتونو او بشردوستانه مرستو د ستاینې په ترڅ کې وویل چې، دغه دفتر د پروان ولایت له اړمنو خلکو سره د مرستې په موخه د لا ډیرې همغږۍ رامنځته کولو برخه کې اړین رول لوبولی شي.   

ښاغلي مومند زیاته کړه  "د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او مشرتابه پلاوي يي تل هڅه کړې چې د پیسو د لیږد له ستونزو سره سره په ټول هیواد کې له اړمنو سره په ځانګړې توګه په نازکو او سختو شرایطو کې خامو موادو او خوراکي توکو ته د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره دوی ته یاد مواد په مناسبه او ارزانه بیه برابر کړي او هڅه کوي چې په مختلفو لارو خلکو ته د کار زمینه برابره کړي."

ښاغلي خیرالدین مایل احمدي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه او د حکومت نورو لوړ پوړو چارواک ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، وویل  "موږ تل هڅه کوو چې د اړمنو لاسنیوی وکړو او د هغوی لپاره د مرستې او همکارۍ زمینه برابره کړو."

نوموړي زیاته کړه چي د "حاجي ګل اغا پرواني خیریه بنسټ" د مرستو د ویش معیار د اړو کسانو، توکم، دریځ او یا د ټولنې د یوې ځانګړې طبقې لپاره نه دی، بلکې د هیواد د خلکو سخته اړتیا د دې مرستو د ویش معیار دی. له همدې امله ما وغوښتل چې د مرستو بهیر د همدی دفتر له لاري ښه اداره کړو او دا پروسه معیاري کړو.

ښاغلي مایل زیاته کړه "موږ د تېر په څېر د هېواد په ټولو ولایتونو کې د مرستو رسولو بهیر ګړندی کوو او نه یوازې له خلکو سره مرسته کوو، بلکې غواړو د خپلو اوسنیو پروګرامونو له لارې خپلو ګرانو هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره کړو."