په اباسين ځدراڼ او احمدي سوداګريزو مرکزونو کې اور لګېدنې د يادو مرکزونو څښتنانو او فعالانو ته مالي زيانونه اړولي دي

په اباسین ځدراڼ او احمدي سوداګریز مرکزونه چې په کابل کې د جامو د پلورلو یو له سترو مارکېټونو څخه بلل کېږي، تېره ورځ د ناڅرګند لامل له امله اور ولګېد چې له امله یې د دغو مرکزونو څښتنانو او پلورونکو ته ډېر مالي زیانونه واوښتل.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق خبریال او تحقیقاتي ټیم د اورلګېدنې له سیمې څخه د لیدنې کولو ترڅنګ، له عیني شاهدانو سره مرکې کړي چې د هټیوالو او د اور وژنې مسؤلینو په وینا ددی اورلګیدنې اصلي لامل تراوسه څرګند نه دی لیکن له بده مرغه د یادو سوداګریزو مارکیټونو او پکی د هټیوالو ډیر شمیر سوداګریز توکي سوځیدلي دي.

د دغې اورلګېدنې په باره کې د درېيمې امنيتي حوزې امر د اتاق خبريال ته معلومات ورکړل او زیاته يي کړه "په احمدي سوداګریز مرکز کې څه باندې درې سوه د جامو دوکانونه وو، چې له دې جملې څخه ٣٦ هټيو ته زيان نه دى اوښتى او پاتې نور په بشپړه او یا هم په نیمه توګه ويجاړ شوي دي."
نوموړي همدا راز زیاته کړه چې، د اباسین ځدراڼ سوداګریز مرکز له پورتنۍ پوړ څخه اور ولګېد او ژر تر ژره د اور وژنې کارکوونکي راورسېدل او نورو کورونو ته یې د اور د خپرېدو مخه ونیوله.

د اباسین ځدراڼ او احمدي سوداګریز مرکزونه د کابل په لوېدیځ کې مهم سوداګریز مرکزونه بلل کېږي، چې هره ورځ زرګونه کسان د خپلو توکو د پېرلو لپاره ورځي. د يادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم د اباسين ځدراڼ مارکېټ د اور لګېدنې له امله سوځیدلی وه.