د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق، کام ایر هوايي شرکت او د افغانستان د جلغوزیو ملي اتحاديې تر منځ د همکارۍ دری اړخیر هوکړه لیک لاسلیک شو

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق بهرنیو هېوادونو ته د هوايي دهلېز له لارې د صادراتو د زیاتوالي په موخه د صنعت او سوداګرۍ وزارت او نورو اړوندو دولتي ادارو په همکارۍ د هوايي دهلېز له لارې د صادراتو بهیر بېرته پیل کړ.
په همدې موخه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق، کام ایر هوايي شرکت او د افغانستان د جلغوزيو ملي اتحادیې ترمنځ د همکارۍ درې اړخیزه هوکړه لیک د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د لومړي رئیس ښاغلي محمد یونس مهمند، د یاد اتاق مدیره پلاوي مالي رئیس شیرین اغا سخي، د عامل پلاوي رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي او ضیاالدین اڅکزي، د جلغوزیو د ملي اتحادیې رئیس ښاغلي دلدار ځدراڼ او د کام ایر هوايي شرکت سوداګریز ریاست مرستیال ښاغلي سهراب امیني په حضور کې لاسلیک شو.  

ښاغلي مهمند د هوايي دهلېز له لارې چین ته د جلغوزیو د لېږد بهیر هرکلی وکړ او ویې ویل "د سوداګرۍ اتاق تل هڅه کوي چې د صادراتو د زیاتوالي په موخه د هېواد خصوصي سکتور وهڅوي څو د کورنیو سرچینو او هوايي شرکتونو څخه ګټه پورته کړي.

نوموړي همدارنګه د جلغوزيو د صادرونکو د هڅو او د کام ایر هوايي شرکت د ښو همکاریو یادونه وکړه او زیاته يي کړه "د افغانستان د صادراتي توکو په مناسبه بیه نورو هیوادونو ته د لیږد په برخه کې د کام ایر شرکت د دوامداره همکاریو له امله مننه کوو."

دغه هوکړه لیک  ښاغلي عطايي، سهراب امیني او ښاغلي دلدار ځدراڼ لاسلیک کړ.

د يادونې وړ ده، چې د ياد شوي هوکړه ليک له مخې، د کابل – دوبۍ او دوبۍ – شانګهاى د هوايي دهلېز له لارې د هر کيلو جلغوزيو انتقال بیه ٣،٥ امريکايي ډالره و ټاکل شوه.

همدا راز د اتاق او کام ایر تر منځ د پخواني لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، له کابل څخه ډیلي ته د هوايي دهلیز له لارې د یو ټن څخه د في کیلو صادراتي توکو (د زعفرانو پرته) لیږد یو ډالر او له کابل څخه دوبۍ ته ۱.۵ ډالره لګښت لري.