د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي رئیس د اقتصادي همکاریو سازمان (ECO) د سوداګرۍ او صنعت اتاق د رئیسانو په ناسته کې ګډون وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي د اقتصادي همکاریو سازمان (ECO) د سوداګرۍ او صنایعو خونې د رئیسانو په غونډه کې چې د ایران د سوداګرۍ، صنایعو، کانونو او کرنې اتاق تر ریاست لاندی د دغه سازمان د ۲۰۲۵ زیږدیز کال د منشور د د تحقق په موخه په آنلاین ډول جوړه شوې وه، ګډون او وینا وکړه. او د ایکو د غړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د اسانتیا او پراختیا لپاره یې د دغې غونډې ترسره کول خورا مهم وبلل.

ښاغلي عطايي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په استازیتوب خبرې وکړې او د ایکو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د اجرایوي کمیټې د لومړۍ غونډې د ترسره کیدو ستاینه یې وکړه او د ایکو له ټولو غړو هیوادونو څخه یې وغوښتل چې د ECO غړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا په برخه کې د همکارۍ کچه لوړه کړي.

ښاغلي عطايي زیاته کړه "د افغانستان د سیاسي نظام په بدلون سره امنیت تامین شوی او د پانګونې فرصتونه رامنځته شوي دي." نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې وویل، د تېر کال په پرتله د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د توکو او محصولاتو په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی او دا لړۍ دوام لري.

ښاغلي عطايي هيله څرګنده کړه، چې د ایکو د اقتصادي همکاريو سازمان د سوداګرۍ او صنايعو خونې د غړو هېوادونو په همکارۍ به د غړو هېوادونو ترمنځ د همغږۍ د رامنځته کولو لپاره لا زياتې زمينې برابرې شي. تر څو موږ وکولای شو د دغو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې بهیر پیاوړی او ګړندی کړو.

په دې کتنه کې چې د ایران د سوداګرۍ خونې په کوربه توب د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه، ګډونوالو هر یو په جلا جلا توګه د ایکو سازمان د ۲۰۲۵ کال د منشور په برخه کې د پرمختګونو په اړه خبرې وکړې او د ایکو سازمان د غړیو هېوادونو سوداګرو او پانګوالو لپاره یې د همکاریو په رامنځته کولو ټینګار وکړ.