د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د د کندا میوو قرنطیني آفتونو او فومیګیشن مرکز پرانست غونډه کې ګډون وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي د کندا میوو قرنطیني آفتونو او فومیګیشن مرکز پرانست غونډه کې چې د حکومت لوړ پوړو چارواکو سربیره، د کندا فروټ شرکت رئیس ښاغلي سعدالدین سعید او د خصوصي سکتور غړیو هم پکی ګډون درلود، ګډون او ویناوې وکړې.

ښاغلي مهمند د دې مرکز د پرانستلو له امله د کندا فروټ شرکت له مسؤلینو څخه د مبارکۍ او مننې په څرګندولو سره وویل "افغان سوداګرو او صادرونکو تل د کرنیزو محصولاتو فومیګیشن په موخه زیاتې پیسې او وخت ګاونډیو هېوادونو او د سیمې ته په مصرف رسولي دي، چې له نېکه مرغه د دغه مرکز په پرانیستلو او د فعالیت په پیلیدو سره صادروونکي کولای شي خپل مالونه په کم لګښت او وخت کې د سیمې او نړۍ هیوادونو ته صادر کړي."

د اتاق لومړي مرستيال زياته کړه "د هېواد صادرات د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ زيات شوي او دغه لړۍ دوام لري."  
نوموړي ټینګار وکړ چې د دغه مرکز په فعالیت سره باید د هېواد صادرات د افغانستان تر نامه لاندې ترسره شي.

ښاغلي خان جان الکوزي د سوداګرۍ او صنایعو په وده کې د کرنې او اوبولګولو ستر اهمیت ته په اشارې سره وویل "د کندا فروټ شرکت له کلونو راهیسې ګاونډیو هېوادونو او سیمې ته د مېوو او سبزیجاتو د صادرولو په برخه کې د پام وړ خدمتونه وړاندې کړي دي."
نوموړي د دغه ډول مرکز پرانیستل د هېواد د توکو او تولیداتو د صادراتو په برخه کې یوه بېړنۍ اړتیا وګڼله.

د فومیګیشن او قرنطین آفتونو د کنټرول مرکز اجرائیوي رئیس ښاغلي نجیب الله مهمند د دغه مرکز د ګټو په اړه خبرې وکړې او زیاته يي کړه "فومیګیشن د صادرونکو لپاره د سوداګریزو محصولاتو ساتل او سالم مدیریت، د ډول ډول زیان رسوونکو حشراتو او قرنطین آفتونو له منځه وړلو او د سوداګریزو توکو لپاره د نړیوال اعتبار لاسته راوړلو سبب ګرځي."