د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي رئیس د خصوصي روغتونو له مسؤلینو سره لومړنۍ ناسته ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي د وهاج خصوصي روغتون رئیس ښاغلي ډاکټر محمد هاشم وهاج او د خصوصي روغتونونو له مسؤلینو سره د ناستې په ترڅ کې، د عامه او خصوصي مشارکت برخه کې د دوی د طرحو او د اتاق څخه د دوی د ملاتړ په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي وهاج په وروستیو کلونو کې د روغتیا سکتور د ودې او د خصوصي سکتور د رول په اړه په ځانګړې توګه د کرونا ویروس د خپریدو او په هیواد کې له بدلونونو وروسته چې ناروغان تل د ویزې او سفر له ستونزو سره مخ وو، خبرې وکړې او له اتاق څخه يې وغوښتل چې د روغتیا سکتور د ودې، د ناروغانو د ستونزو د حل او له حکومت سره د لا زیاتې همغږۍ په خاطر باید د خصوصي سکتور پلانونه او وړاندیزونه د عامې روغتیا وزارت سره د عامه او خصوصي مشارکت په موخه شریک شي.
 
ښاغلي عطايي د هېواد ناروغانو ته د معیاري او سالمو خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د خصوصي سکټور رول مهم وباله او په دې برخه کې یې د روغتیايي سکټور د ټولو برخو د فعاله ونډې غوښتنه وکړه، او ژمنه يې وکړه چې اتاق به د خصوصي سکتور روغتیا برخې څخه هر ډول مشروع ملاتړ کوي.
 
نوموړي په دې ناسته کې له حاضرو مسؤلینو وغوښتل، چې په راتلونکې ناسته کې دې ټولې ادارې او خصوصي اتحادیې د روغتیا په بېلابېلو برخو کې د عامه او خصوصي مشارکت په برخه کې خپل مشخص پلانونه او وړاندیزونه ترتیب او اتاق ته وړاندې کړي، تر څو وروسته یې د عملي کولو برخه کې د روغتیا وزارت او اړوندو ارګانونو سره یو ځای لازمې هڅې وکړي.