د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د پکتیکا ولایت سوداګرو سره لیده کاته وکړل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک او د دولت سره د اړیکو ډیپارټمنټ مسؤل ښاغلي علي مؤحدي د پکتیکا ولایت سوداګرو سره د لیدنې په ترڅ کې، په انګور هډه دروازه کې د دوی د شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
د پکتیکا ولایت سوداګرو د ښاغلي مهمند سره هغه ستونزې چې دوی يې په انګور هډې دروازه کې لري شریکې او د له منځه وړلو په برخه کې يې د اتاق د همکاریو غوښتنه وکړه.
ښاغلي مهمند سوداګرو ته د ښه راغلاست ویلو او د دوی د ستونزو له اوریدو وروسته، ژمنه وکړه چې د دوی ستونزې به د افغانستان اسلامي امارت اړوندو ادارو سره شریکې او د له منځه وړلو برخه کې به يې خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.