د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د افغانستان لپاره د اروپايې اتحاديې له مسؤلینو سره ولیدل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي احمد ضیاء عظیمي شینوزاده، د اتاق د نړیوالو اړیکو ډیپارټمنټ مسؤل ښاغلي امید غفورزي، د ښځو د اتاق اجرائیوي رئیسې آغلې رویا حافظي، او د حرکت ادارې اجرائیوي رئیس ښاغلي حجت فضلي د افغانستان او پاکستان لپاره د اروپايې اتحاديې ځانګړي استازي ښاغلي تامس نیکولسن او د افغانستان لپاره د اروپايې اتحاديې د سیاسي، مطبوعاتي او معلوماتي څانګې رئیس فردیناند جنریک سره د لیدنې په ترڅ کې د افغانستان د اقتصادي وضعیت او د افغان خصوصي سکتور د فعالیتونو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي عطايي د افغانستان د اقتصادي وضعیت او د افغانستان د اقتصادي وضعیت لا ښه والي برخه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د فعالیتونو په اړه بشپړ مالومات وړاندی کړل.
 
ښاغلي عطايي د خپلو خبرو په جریان کې، په هېواد کې د ښه امنیت او د اتاق اقتصادي او سوداګریزو فعالیتونو په څانګړې توګه په دی وروستیو کې د صادراتو د کچې لوړوالي ته د اشارې کولو ترڅنګ، د خصوصي سکتور پر وړاندی د شتو ننګونو او ستونزو یادونه وکړه او د یادو ستونزو په له منځه وړلو کې يې د نړیوالي ټولنې په ځانګړې توګه د اروپايې اتحادیې رول اړین وباله.
 
د اروپايې اتحاديې مسؤلینو د افغان خصوصي سکتور فعالیتونو څخه د ملاتړ، د هېواد اقتصادي وضعیت ښه والي او په هېواد کې د بیوزلۍ د کچې ټیټوالي برخو کې د خپل مشروع ملاتړ ډاډ ورکړ.