د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د سفنج تولید فابریکو لرونکو او یو شمیر سوداګرو سره ولیدل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي او د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک د سفنج تولید فابریکو لرونکو او د هېواد یو شمیر سوداګرو سره په دوه جلا ناستو کې د دوی د شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
د سفنج فابریکو رئیسانو د خپلو تولیداتو او هغه خنډونو چې د هرات ګمرک کې د سفنج د تولید د خامو موادو د ځینو توکو د واردولو په برخه کې رامنځ ته شوي دي چې د یادو فابریکو د کار ودریدو سبب ګرځیدلي دي، خبرې وکړې او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشترتابه څخه يې وغوښتل د اړوندو ادارو سره د ګډې همغږۍ په پایله کې د دوی ستونزو ته د حل مناسبې لارې چارې ولټوي.
 
دغه راز يو شمېر سوداګرو د اتاق له مشرتابه پلاوي سره په جلا ناسته کې د الفلاح او پاکستان نشنل بانکونو له لارې د سوداګرو د پيسو د لېږد له ستونزې شکايت وکړ او د اتاق له مشرتابه يې وغوښتل، چې د يادې ستونزې د هواري لپاره ورسره همکاري وکړي.
 
ښاغلي خان محمد سرفراز باز او خان جان الکوزي د سوداګرو ته د ښه راغلاست او د هغوی د ستونزو له اورېدو وروسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هېواد د ټولو سوداګرو ګډ کور وباله او له اړوندو ادارو سره د ګډې همغږۍ او همکارۍ په پایله کې د سوداګرو ستونزو له منځه وړلو برخه کې يې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.