د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د سنری انرژي ګروپ له رئیس سره لیده کاته وکړل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي او د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک د سنری انرژي ګروپ له رئیس او ورسره پلاوي سره د لیدنې په ترڅ کې د برښنا تولید برخه کې د یاد شرکت د پانګه اچونو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي عبدالکریم کبیر په امریکا کې د سنري انرژي ګروپ شرکت انرژۍ او برېښنا د تولید په برخو کې د دې شرکت د فعالیتونو په اړه د اتاق مشرتابه ته معلومات کړل. نوموړي په افغانستان کې د افغانستان د اسلامي امارت له اړوندو مسوولینو سره په کتنه کې په افغانستان کې د پانګه اچونو په اړه خبرې کړي او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه یې وغوښتل چې په دې برخه کې همکاري وکړي.
 
ښاغلي خان محمد سرفراز باز ښاغلي عبدالکریم کبیر او ورسره ملګري ټیم ته له ښه راغلاست وروسته په هېواد کې د پانګونې د شته فرصتونو په ځانګړې توګه د برېښنا په برخه کې د اړتیاوو په اړه خبرې وکړې او په هېواد کې د تجدید وړ انرژۍ شته سرچینو ته یې اشاره وکړه. او له افغان خصوصي سکټور سره د ګډو پروژو په برخه کې یې د اتاق د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.
 
ښاغلي خانجان الکوزي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ۹۰ کلنو فعالیتونو او د پانګونې د ښه چاپیریال چې د امنیت په تامین او په دولتي ادارو کې د فساد په له منځه تلو سره رامنځته شوی یادونه وکړه او د سنري انرژي ګروپ شرکت یې و هڅاوه څو د هیواد د اوبو د سرچینو په ګډون د بیلابیلو سرچینو څخه د بریښنا رسولو برخه کې پانګونه وکړي.