د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د هلمند ولایتي اتاق له رئیس سره لیده کاته وکړل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د هلمند ولایتي اتاق له رئیس ښاغلي غلام یحی پښتون سره د اتاق په مرکزي دفتر کې د لیدنې په ترڅ کې، د یاد اتاق د ستونزو او طرحو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي پښتون د هلمند ولایت سوداګرۍ پراختیا، په مختلفو برخو کې د خصوصي سکتور د پانګه اچونو په ځانګړې توګه د بست فابریکې، د هلمند ولایتي اتاق ته د ځمکې د پیر او یو شمیر نورو سوداګریزو ستونزو په اړه خبرې وکړې او په دی برخه کې يې د مرکزي اتاق د همکاریو غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي مهمند ښاغلي پښتون ته د ښه راغلاست او د نوموړي د ستونزو او طرحو اوریدو وروسته، ژمنه وکړه چې د نوموړي ستونزې او طرحې به د اتاق د مشرتابه پلاوي سره شریکې او د له منځه وړلو برخه کې به يې خپلې هیڅ ډول مرستې او همکارۍ ونه سپموي.