د افغانستان د خصوصي روغتونونو اتحاديې د کابل ښاروالۍ له مشرتابه سره لیده کاته وکړل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي غړي او د روغتیا کمېټې رئیس ښاغلي احمد ضیاء عظیمي شینوزاده، د خصوصي روغتونونو اتحاديې رئیس ښاغلي ډاکټر فردین غرمان او د یادې اتحاديې د مشرتابه غړیو د کابل ښاروال ښاغلي مولوي عبدالرشید او د کابل ښاروالۍ د عوایدو عمومي رئیس ښاغلي سید عمر دانش سره د لیدنې په ترڅ کې، د هغو ستونزو په اړه خبرې وکړې چې خصوصي روغتونونه ورسره لاس او ګریوان دي.
 
په دې ناسته کې د خصوصي روغتونونو اتحادیې مشرتابه د هغو ستونزو چې دوی ورسره لاس او ګریوان دي لکه: د خصوصي روغتونونو لپاره د پارکینګ، زرغونو سیمو او ښاروالۍ لخوا د صفايې د خدماتو نشتون او په استوګنځایونو کې د رغتونونو نه جوړول یادونه وکړه او د کابل ښاروالۍ سره يي د همکارۍ د تفاهملیک لاسلیکولو ترڅنګ، د شتو ستونزو حل په برخه کې يې، د کابل ښاروالۍ د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
د کابل ښاروال ښاغلي مولوي عبدالرشید د خصوصي روغتونونو اتحاديې د مشرتابه له لوري د ستونزو اوریدو وروسته، ژمنه وکړه چې یادې اتحاديې سره د ګډې همکارۍ په پایله کې به د دوی د ستونزو حل لپاره یو میکانیزم رامنځته او دوی ته د لا ډیرو آسانتیاوو برابرولو برخه کې به کوټلي ګامونه پورته کړي.
 
نوموړي په دی برخه کې د خصوصي روغتونونو او کابل ښاروالۍ ترمنځ د تفاهملیک لاسلیکول تائید کړل.