د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د چین جمهورت نړیوال سوداګریز مرکز(CFTC) سره تفاهملیک لاسلیک کړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي سید جاوید برهان، د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي، د اتاق د مدیره پلاوي غړي او د ټرانسپورټ کمېټې رئیس ښاغلي فواد احمد دوست او د بامیانو ولایتي اتاق رئیس او د ټرانسپورټ کمېټې مرستیال ښاغلي لطف الله امیني او د اتاق د نړیوالو اړیکو ډیپارټمنټ مسؤل ښاغلي امید غفورزي د چین جمهورت نړیوال سوداګریز مرکز مسؤل سره د یوې آنلاین ناستې په ترڅ کې، تفاهملیک لاسلیک کړ.

CFTC یوه اداره ده چې د چین د خلکو جمهوریت د سوداګرۍ وزارت لخوا تمویل کیږي او هر کال د چین د وارداتو او صادراتو نندارتون تنظیموي چې د کانټون میلې په نوم پیژندل کیږي.

د چين د بهرنۍ سوداګرۍ مرکز يا CFTC يوه سوداګريزه اداره ده چې په عمده توګه لوی تخصصي نندارتونونه تنظيموي او د کانتون نندارتون کمپلکس اداره کوي. دا د چین د ملي کنوانسیون او نندارتون مرکز پرمخ وړي او د شرکتونو له لارې د نندارتونونو جوړول، د هوټل خدمتونه، د ملکیت مدیریت، خواړه، اعلانات، سوداګریز سفر او سوداګریز خدمتونه پوښي.

ښاغلي برهان یاد تفاهملیک د دواړو هېوادونو د سوداګریزې پراختیا، ګډو همکاریو او د افغانستان د محصولاتو د پیژندګلوۍ په برخه کې، یو اړین ګام وباله.

ښاغلي عطايي د اتاق د فعالیتونو په اړه د بشپړو مالوماتو وړاندی کولو ترڅنګ، په افغانستان کې د پانګه اچونې شتو فرصتونو او د دواړو هېوادونو د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر غښتلتیا ټینګار وکړ.

په کابل کې د چين د سفارت قونسل جنرال هو ګوای د چين د بهرنۍ سوداګرۍ د انسټيټيوټ او اتاق ترمنځ د تفاهم او همکارۍ د تفاهم ليک له لاسليکولو څخه خپل ملاتړ څرګند کړ.

د چين د بهرنۍ سوداګرۍ مرکز ياCFTC سکرتر جنرال وویل "د دې تفاهم لیک په لاسلیک کولو سره به د افغان او چینایي سوداګرو او پانګوالو ترمنځ مخامخ نندارتونونه وګورو او موږ د یاد تړون لاسلیکول د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د پیاوړتیا لپاره مهم ګڼو."