د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د غذايي امنیت اسلامي سازمان (IOFS) له سکرتر جنرال سره ولیدل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي جان آقا صادقي او احمد ضیاء عظیمي شینوزاده، د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک او د عامل پلاوي د نړیوالو اړیکو ډيپارټمنټ مسؤل ښاغلي امید غفورزي د اتاق په مرکزي دفتر کې د غذايي امنیت اسلامي سازمان (IOFS) له سکرتر جنرال ښاغلي یرلان بی دولت، د یادې ادارې د بشري مرستو او همکاریو رئیس ښاغلي دولت امبردییف او د یادې ادارې د اړیکو مسؤل ښاغلي عبدالله منافع مطولو سره د لیدنې په ترڅ کې، په افغانستان کې د غذايي امنیت اسلامي سازمان پروژو تطبیق برخه کې د اتاق د همکاریو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
په پیل کې ښاغلي یرلان بی دولت له اتاق څخه د دې غونډې د تنظیمولو لپاره مننه وکړه او د غذايي امنیت اسلامي سازمان (IOFS) د پروګرامونو چې د روان کال په جنورۍ کې يې د اسلامي هیوادونو د سازمان او اسلامي هېوادونو سره د افغانستان له خلکو سره د همکارۍ تفاهم ليک لاسليک کړ، معلومات وړاندې کړل او د دغې ادارې تر چتر لاندې د پروژو د پلي کولو په برخه کې يې د اتاق د تخنيکي همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي یرلان بی دولت د دغه سازمان د ۱۰ کلنې ستراتیژۍ په اړه چې ۵ بنسټونه او ۱۶ پروګرامونه پکې شامل دي، وویل "موږ په دې غور کوو چې څنګه کولای شو د اسلامي هېوادونو له اړتیاوو سره سم حلال خوراکي توکي چمتو کړو. هغه وویل، د غذايي امنیت اسلامي سازمان (IOFS) اصلي موخه اقتصادي وده، ټولنیزه وده او د سوداګرۍ ساتنه ده او په افغانستان کې د روانو پروژو په اړه یې لاندې معلومات وړاندې کړل:
• د غذايي امنیت اسلامي سازمان (IOFS) له قزاقستان څخه د غنمو او اوړو د مرستې پروژه او د افغانستان خلکو ته یې لېږدول
• د غنمو د تولید لپاره د ماشینونو او اصلاح شویو تخمونو په برخه کې د افغان بزګرانو د ظرفیت لوړول او مرسته
• د خوراکي توکو صنعت ته وده ورکول او د تولید د ودې او د کار پیدا کولو لپاره ارزښت لوړول
• د افغانستان د خلکو لپاره د څښاک د پاکو اوبو برابرول
 
ښاغلي بي دولت وويل "د سوداګرۍ پراختيا د دواړو هېوادونو، قزاقستان او افغانستان په ګټه ده او چمتو دى، چې له دولت سره په همغږۍ د دواړو هېوادونو ترمنځ د نندارتونونو، سوداګريزو اړيکو کنفرانسونو او سوداګريزو غونډو په جوړولو کې همکاري وکړي." نوموړي له اتاق څخه وغوښتل، چې د افغانانو د اړتيا وړ خوراکي توکو په اړه خپل وړانديزونه شريک کړي، ترڅو قزاقستان يې ورته چمتو کړي.
 
ښاغلي مهمند ښاغلي یرلان بی دولت او ورسره ملګري ټیم ته د ښه راغلاست پرمهال وویل "لکه څنګه چې مو په تیرې ناسته کې ژمنه کړې وه، چې په افغانستان کې د پروژو د پلي کیدو په برخه کې په ځانګړې توګه د لویو کرنیزو پروژو د ارزښت اضافه کولو برخه کې همکارۍ ته چمتو یو. هغه زیاته کړه: "څرنګه چې د افغانستان کرنه میکانیزه نه ده، نو اړینه ده چې د دې ادارې په مرسته د افغانستان د خوراکي توکو د صادراتو په برخه کې د حلالو خوړو سندونه چمتو او صادرات زیات کړي."
 
ښاغلي مهمند په افغانستان کې د ښه امنیتي وضعیت او په اوسني وخت کې د اداري فساد د کموالي یادونه وکړه او د حلالو خواړو د برابرولو او د دغې ادارې د نورو پروژو د تطبیق په برخه کې یې د اتاق د همکارۍ ډاډ ورکړ. هغه له جنوبي اسیا سره د منځنۍ اسیا د هېوادونو د ترانزیت په برخه کې د افغانستان جغرافیوي موقعیت مهم وباله او د افغانستان او قزاقستان د ګډ سوداګریز کنفرانس د جوړېدو هرکلی یې وکړ او په کابل کې یې د دغه کنفرانس کوربه توب ته چمتووالی وښود.
 
د اتاق لومړي مرستیال په افغانستان کې د پانګونې د ښه فرصتونو په ځانګړي توګه د روغتیا او برېښنا د تولید په برخه کې یادونه وکړه او د خوړو د خوندیتوب له سکرتر جنرال څخه یې وغوښتل چې له خپلو غړو هېوادونو سره اړیکه ونیسي او هغوی په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.