د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د امین زونګ استخراجي او سوداګریز شرکت رئیس سره ولیدل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د امین زونګ استخراجي او سوداګریز شرکت رئیس ښاغلي چین زونګ دونګ او د زمري کیانوال شرکت رئیس ښاغلي شیر علي ځدراڼ سره د لیدنې په ترڅ کې، په افغانستان کې د پانګه اچونې او چین ته د جلغوزیو صادرولو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي دونګ په افغانستان کې د پانګه اچونې په تړاو په ځانګړې توګه د جلغوزیو د پروسس او چین ته يي د صادرولو برخه کې خپله لیوالتیا څرګنده او په دی برخه کې يي د خپل شرکت سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
نوموړي زیاته کړه چې دوی به پخوا د افغانستان جلغوزي د پاکستان څخه چین ته واردول، خو اوس چمتو دي چې د افغانستان جلغوزي په افغانستان کې وپیري او په مستقسیم ډول يي چین ته وارد کړي.
ښاغلي مهمند ښاغلي دونګ ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، په افغانستان کې د شتو پانګه ایزو فرصتونو په اړه خبرې وکړې او د افغان جلغوزیو پروسس او چین ته يي د صادرولو برخه کې د ښاغلي دونګ د لیوالتیا هرکلی وکړ.
 
ښاغلي مهمند په افغانستان کې د افغان جلغوزیو د پروسس او چین ته يي د صادرولو برخه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.