د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس د UNDP له مسؤلینو سره ولیدل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د دوامداره پراختیايي موخو د فتر مالي متخصص ښاغلي فواز صبري او د یاد دفتر د اقتصادي چارو متخصصین هر یو ښاغلي شین او نسیم عطايي او د بانکولۍ متخصص ښاغلي قدیر سره د لیدنې په ترڅ کې، له سیاسي بدلونونو وروسته، په هېواد کې د اقتصادي وضعیت، خصوصي سکتور فعالیتونو او د بانکولۍ سیستم په اړه خبرې اترې وکړې.
 
په دی ناسته کې چې د اتاق د نړیوالو اړیکو ډیپارټمنټ مسؤل ښاغلي امید غفورزي هم ګډون درلود، ښاغلي عطايي په هېواد کې له سیاسي بدلونونو وروسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د اقتصادي فعالیتونو او په خصوصي سکتور باندی يې د اغیزو په اړه مفصلې خبرې وکړې.
 
ښاغلي عطايي د UNDP له مسؤلینو وغوښتل څو د خصوصي سکتور وړتیا لوړونې پروژو تطبیق او د خصوصي سکتور کنګل شویو پیسو آزادولو برخه کې همکاري وکړي.
د UNDP مسؤلینو د هېوادوالو اقتصادي وضعیت ښه والي، د خصوصي سکتور په ځانګړې توګه د متشبثو ښځو وړتیا لوړونې او د خصوصي سکتور د کنګل شویو پیسو آزادولو برخه کې د خپلې بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.