د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال د اسن ښار د سوداګرۍ او صنعت اتاق، افغان – جرمن ټولنې او د DMT Group له رئیسانو سره لیده کاته وکړل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند آلمان ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې، د ایسن ښار د سوداګرۍ او صنعت اتاق له رئيس ښاغلي میکل، ښاغلي مولهایم او ښاغلي اوبرهاوزن، د افغان – جرمن پیوستون ټولنې رئیس ښاغلي دمبروسکي او د DMT Group رئیس ښاغلي الیاس عمر سره د لیدنې په ترڅ کې، د سوداګرۍ پراختیا او په افغانستان کې د بهرنې پانګه اچونې د جلب په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي مهمند د آلمان د ایسن ښار د سوداګرۍ او صنعت له رئیس ښاغلي "مکله" سره په کتنه کې په افغانستان کې د پرمختګونو، د پانګونې د فرصتونو، امنیت او د فساد د له منځه وړلو په اړه خبرې وکړې. نوموړي د هېواد د دفترونو او د سوداګريزو اړيکو پر پراختيا، د دواړو هېوادونو د اتاقونو ترمنځ پر ګډو پانګه اچونو، د اړيکو او همکاريو پر پراختيا ټينګار وکړ.
 
همدا راز ښاغلي مهمند د DMT ګروپ له رئیس ښاغلي دمبروسکي سره په کتنه کې دغه شرکت وهڅاوه چې په افغانستان کې د کانونو د سروې، او استخراج او معیاري کولو په برخه کې له شته فرصتونو څخه په ګټې اخیستنې سره په هېواد پانګه اچونه وکړي. د DMT ګروپ رئیس په دی برخه کې د خپلې لیوالتیا څرګندولو ترڅنګ، افغانستان ته د خپل استازي د راتګ او په افغانستان کې د پانګه اچونې څخه ډاډ ورکړ.
 
ښاغلي مهمند د افغان-المان د پيوستون د ټولنې له رئيس الياس عمر سره په جلا لیدنه کې، د سوداګريزو اړيکو د پراختيا، جرمني ته د افغاني محصولاتو د صادرولو او په افغانستان کې د پانګونې لپاره د الماني پانګوالو د جلبولو په برخه کې يې د ګډو همکاريو په اړه خبرې وکړې.