د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د افغان – امریکا اتاق ګډه آنلاین ناسته ترسره شوه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د افغان – امریکا اتاق ګډه آنلاین ناسته کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د اتاق د مدیره پلاوي پانګه ایز مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي، د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي، د افغان – امریکا اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي جفري ګریکو، د اتاق د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي احمد ضیاء عظیمي شینوزاده او بهادر خیرخواه، د اتاق د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک او د اتاق د یو شمیر ډیپارټمنټونو مسؤلینو ګډون درلود.
 
غونډه په درېیو موضوعاتو (د سیاسي بدلون وروسته د افغانستان اقتصادي او سوداګریز وضعیت، د پانګونې جذب او د افغانستان – امریکا د اتاق راتلونکي پروګرامونه) تر بحث لاندې ونیول شوه او د اتاق د مشرتابه له خوا په ازاد بحث او د نظریاتو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېده.
 
ښاغلي عطايي د ځینو مهمو موضوعګانو په اړه چې خصوصي سکټور ته یې جدي ننګونې رامنځته کړي، د بانکي ستونزو او د پیسو د راکړې ورکړې په ګډون د افغانستان د شتمنیو کنګل کېدل، چې یوه برخه یې د هېواد په خصوصي سکټور پورې اړه لري، په بېلابېلو پروژو کې د بهرنیو قراردادونو ځنډول چې خصوصي سکټور یې سخت اغېزمن کړی، او د بهرنیو تمویل کوونکو له خوا د دولتي سبسایډي قطع کول، په ځانګړې توګه د هوايي دهلېزونو او د افغانستان د صادراتو د پراختیا په برخه کې د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ اتاق څخه يي د ستونزو د هواري لپاره د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي جفري ګریکو بیا د خصوصي سکټور د ستونزو د حل په برخه کې د اتاق د مشرتابه پلاوي هڅې وستایلې او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له هڅو او فعالیتونو څخه یې د افغانستان-امریکا اتاق ملاتړ څرګند کړ.
 
نوموړي د بانکي سیستم ستونزو ته د پای ټکي کیښودو په برخه کې، د امریکا د حکومت او اروپايي ټولنې له خوا د افغانیو د کنګل کېدو په اړه وویل چې د افغان-امریکا د سوداګرۍ اتاق د دې پیسو د ازادولو لپاره هڅې کوي، په ځانګړې توګه د افغانستان بانکونو له لارې خصوصي شرکتونو ته د ۵۷۱ میلیون ډالرو د ورکړې له تړون څخه خبر ورکړ.
ښاغلي ګریکو د افغانستان بانکونو وضعیت د ښه والي په موخه یادو بانکونو ته د بشردوستانه مرستو او د خصوصي شرکتونو پیسو لیږد او همدارنګه دغو بانکونو ته د پیسو د انتقال له لارې د افغاني بانکونو د ودې لپاره د افغان-امریکا د سوداګرۍ اتاق د هڅو ډاډ ورکړ.
 
جفري ګریکو په ۷ کاري ګروپونو کې د افغانستان – امریکا اتاق د کاري پلانونو په اړه چې پکې د سکتورونو (د کرنې او کرنیزو پروژو، مخابراتو، انرژۍ او کانونو، بانکدارۍ او مالي سیستم، د ښځو د اقتصاد پیاوړتیا، د چابهار کمیټه، د سوداګرۍ د شخړو د حل او د پانګونې مشورتي شورا) او د افغانستان خصوصي سکټور خپل ملاتړ څرګند کړ. نوموړي دغه راز په نږدې راتلونکي کې له ترکیې، متحده عربي اماراتو او قطر سره د افغانستان د اړیکو په اړه د خصوصي سکتور د غونډو د جوړېدو یادونه هم وکړه.
 
ښاغلي خیرالدین مایل احمدي له دې ناستې څخه د خوښۍ په څرګندولو سره هیله څرګنده کړه، چې د افغان – امریکا اتاق به د تل په څېر د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له فعالیتونو ملاتړ وکړي او د خصوصي سکتور د شته ستونزو په حل کې به همکاري وکړي.
 
هغه زیاته کړه، چې په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته د افغانستان خصوصي سکتور تر هر بل سازمان زیات زیانمن شوی دی.
ښاغلي مایل د سوداګرو د پیسو د انتقال په برخه کې د سوداګرو یوې تر ټولو جدي ستونزې ته په اشارې سره زیاته کړه "له شته ننګونو سره سره د هېواد سوداګرو خپل فعالیتونه بند نه کړل او په دې وتوانېدل چې د خوراکي توکو او لومړنیو اړتیاوو په برخه کې د خلکو اړتیاوې پوره کړي."
 
ښاغلي سلطان محمد صافي د افغان-امریکا اتاق څخه د دې غونډې د جوړیدو او د خصوصي سکتور د شته ستونزو د حل په برخه کې د ښې همکارۍ له امله د مننې کولو ترڅنګ، شتو ستونزو ته د پای ټکي کیښودو په موخه، د خصوصي سکتور د یو میلیارد څخه د زیاتو ډالرو د خوشې کولو، د نړیوالو بندیزونو څخه د سوداګرو او پانګوالو د پیسو لیږد معافیت؛ د افغانستان بانک د پیسو آزادول، د افغانستان د خصوصي سکتور له لارې د پروژو پلي کول؛ او د باور جوړونې کنفرانسونو د ترسره کولو په برخه کې مشخص وړاندیزونه وکړل.
 
ښاغلي صافي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او خصوصي سکتور د یوه غیر سیاسي او بې پرې بنسټ په توګه یاد کړ او له نړیوالۍ ټولنې يې وغوښتل چې د افغانستان په اړه دی په خپلو پریکړو کې هڅه وکړي څو د افغانستان خصوصي سکتور ته زیان ونه رسیږي.
 
ښاغلي احمد ضیاء عظیمي شینوزاده د افغان – امریکا اتاق له خوا د اوو کاري ګروپونو د جوړېدو هرکلی وکړ او د نورو کمېټو تر څنګ یې د روغتیا کمېټې پر جوړېدو او همدارنګه د روغتیا سکتور د ودې او په دې برخه کې د پانګونې د جلبولو لپاره خپل رغوونکي وړاندیزونه مطرح کړل او ښاغلي ګوریکو هم د روغتیا کمېټې جوړیدو برخه کې د ښاغلي شینوزاده وړاندیز ومانه.
 
په پای کې، ښاغلي ګوریکو د اتاق د مشرتابه پلاوي له خوا وړاندې شوي نظریات او وړاندیزونه ومنل او د افغان-امریکا اتاق ملاتړ څخه يي په یاده برخه کې ډاډ ورکړ.