د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي، سوداګرو او صرافانو د کابل ولایت امنیتي مسؤلینو سره لیده کاته وکړل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي د دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي غړيو هر ښاغلي ذکریا بریالي او ضیاءالدین اچکزي، د اتاق د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک، د کابل ولایتي اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي احمد شاه حکیمي، د کندهار ولایتي اتاق لومړي مرستیال ښاغلي حاجي محمد داود، د صرافانو اتحاديي مشرتابه او د هېواد یو شمیر سوداګرو د کابل امنیه قوماندانۍ لومړي مرستیال ښاغلي مولوي محمد ابراهیم او د کابل ولایت یو شمیر امنیتي مسؤلینو سره د لیدنې په ترڅ کې، د شتو ستونزو په اړه خبرې وکړې.
 
یاده ناسته کې چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق کنفرانسونو تالار کې ترسره شوه، ښاغلي مهمند د کابل امنیه قوماندان مرستیال او امنیتي مسوولینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره د دوی د دوامدارې او ښې همکارۍ ستاینه وکړه او د افغانستان اسلامي امارت امنیتي مسؤلینو په ځانګړې توګه د کابل امنیه قومندانۍ ته يي د سوداګرو او پانګوالو د ښه امنیت د تامین او د اتاق او د کابل امنیه قوماندانۍ ترمنځ د لاډیرې همکارۍ او همغږۍ په موخه یو شمیر وړاندیزونه مطرح کړل.
 
ښاغلي مهمند سوداګرو ته د وسلو د جوازونو د بیا وېش چې پخوا د امنیه قومندانۍ له خوا وېشل کیدل او د سوداګرو د ستونزو هواري په موخه د کابل امنیه قومندانۍ او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه تر منځ د منظمو اونیزو غونډو په جوړولو ټینګار وکړ.
ښاغلي زکریا بریالي د سوداګرو او پانګوالو د امنیت د تامین په برخه کې د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو د همکارۍ د ستایلو ترڅنګ، د امنیتي ځواکونو په ځانګړي یونیفورم او د کورنیو چارو له وزارت څخه د پولیسو قومندانۍ ته د وسلو د جواز په انتقال ټینګار وکړ.
 
ښاغلي ضیاء الدین اچکزي او ښاغلي غلام نبي عیدي زاده د سوداګرو ځانګړې ستونزې په ګوته کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.
ښاغلي احمدشاه حکیمي د کابل شهزاده سرای او د صنایعو زرغون ښارګوټي مسئولینو ته د اشارې کولو ترڅنګ، د هغوی د ستونزو د حل په موخه یې د امنیتي مسوولینو او امنیه قومندان پام راجلب کړ.
د صرافانو د اتحادیې غړي ښاغلي عبدالرحمن ځیرک او یو شمېر صرافانو هم د بانکونو په برخه کې د خپلو ستونزو او امنیتي ننګونو په اړه خبرې وکړې.
 
د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ لومړي مرستیال ښاغلي مولوي محمد ابراهیمي د هېواد په اقتصادي وده کې د سوداګرو رول او اهمیت ته اشاره وکړه او د غلو او سړي تښتونکو په ځانګړي ډول د انسان تښتوونکو په نیولو کې یې د امنیه قوماندان د قاطعانه کړنو او ۲۰۸۸ کسانو نیولو خبر ورکړ. نوموړي زياته کړه "امنيه قومانداني به د سوداګرو او صرافانو د امنيتي ستونزو هواري ته لومړيتوب ورکړي او د سوداګرو د بانکي ستونزو په هواري کې به تر خپل وس او توان سره همکاري وکړي."
 
ښاغلي خان محمد سرفراز باز د ناستې په نچوړ کې وویل "د اسلامي امارت امنیتي مسؤلینو په لنډه موده کې د سوداګرو او پانګوالو د امنیت په برخه کې ډېر کارونه کړي دي."
ښاغلي باز د امنیتي وضعیت د ښه والي په برخه کې د سوداګرو رغنده وړاندیزونه مهم او اغېزمن وبلل او په امنیتي چارو کې یې د ځینو ارګانونو پر لاسوهنې نیوکه وکړه او د امنیتي ځواکونو لپاره یې د یونیفورم کارول مهم او اړین وباله.