د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د تاشکند پانګه اچونې نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار، د اتاق د مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د اتاق د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سیدو جاوید برهان او د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي د ازبکستان خصوصي سکتور بلنې پربنسټ د ازبکستان پانګه اچونې نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړ.
 
ددی دری ورځني کنفرانس په لومړۍ ورځ چې د ازبکستان د ولسمشر ښاغلي شوکت میرضیایف له خوا پرانیستل شو، ښاغلي میرضیایف له ۲۰۱۷ کال څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې پر بدلونونو، په ځانګړې توګه په ازبکستان کې د بازار د ازادولو، هغو بدلونونو ته د چې بیخ بنسټیزه سکتور پوری تړاو لري، د ازبکستان د اقتصاد خصوصي کولو او بشري سرچینو برخه کې پانګه اچونې په اړه خبرې اترې وکړې.
 
د ازبکستان ولسمشر دغه راز د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د خپل هېواد د پلانونو په تیره بیا د بانکونو د خصوصي کولو، خدماتو، د اقتصادي زیربناوو د ښه والي او د پانګونې د جلبولو یادونه وکړه.
ورپسې د اسيايي بانک رئيس، د نړيوال بانک رئيس، د بيارغونې او پراختيا برخه کې د اروپايي بانک رئيس او د WTO سازمان سکرتر جنرال په ازبکستان کې د خپلو پنځو کلنو کاري پلانونو په اړه د خبرو کولو ترڅنګ، د بیخ بنسټیزه کارونو ښه والي او د پانګونې د جلب په برخه کې ژمنې وکړې.
 
ښاغلي احمدیار او ورسره پلاي د فرصت نه په ګټه اخیستو سره په ازبکستان کې میشتو یو شمېر افغان خصوصي شرکتونو سره چې په دې ناسته کې یې برخه اخیستې وه، وکتل. او په ازبکستان کې د دوی د پانګونې په اړه د دوی د اندېښنو د اورېدو او همدارنګه د ټرانزیټ په برخو کې د دوی د ستونزو د اورېدلو پر مهال يي دوی وهڅول شول چې په هېواد کې پانګونه وکړي.
 
د خصوصي سکټور له استازو او ازبک پانګوالو سره په کتنه کې د اتاق مشرتابه پلاوي په افغانستان کې د پانګونې د شته فرصتونو یادونه وکړه او زیاته يي کړه چې په ادارو کې د فساد کموالي او د پانګوالو لپاره د ښه امنیت شتون په افغانستان پانګه اچونې ته لاره هواره کړې ده او له هغوی یې وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.