د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق دارلانشاء رئیس د پاکستان سرحد اتاق له مشرتابه سره لیده کاته وکړل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق دارلانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي ضیاءالدین اچکزي او احمد ضیاء عظیمي شینوزاده، د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک، د افغان – ګډ اتاق اجرائیوي رئیس ښاغلي نقیب الله صافي د پاکستان سرحد سوداګرۍ او صنایعو اتاق پخواني مرستیال او د یاد اتاق د مدیره پلاوي اوسني غړي ښاغلي منظور الهي او د سارک اتاق سره د لیدنې په ترڅ کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د شتو سوداګریزو او ټرانزیټي ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي منظور الهي د دواړو هېوادونو ترمنځ د بارتر سوداګرۍ، د وارداتو برښنايي یا (EIF) فورم، او د صادراتو برښنايي فورم یا (EF) تمدید، د (ډیټنشن)، کرستپینګ یا د پاکستان کراچۍ بندر کې د کانتینرونو بیړني بدلون او د دواړو هېوادونو په دروازو کې د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو په اړه خبرې وکړې او په یادو برخو کې يي اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي خان محمد سرفراز باز منظور الهي او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د بارتر سوداګرۍ، د افغانستان د صادراتو او وارداتو ترمنځ د بیلانس نه شتون او د پیسو د لیږد په اړه مفصلې خبرې وکړې او ژمنه يي وکړه چې یادې موضوعګانې به د سوداګرۍ او صنعت وزارت، د افغانستان بانک او نورو اړوندو سره شریکې او هڅه به وکړي چې په یادو برخو کې دایمي میکانیزم رامنځته او تطبیق کړي.