د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ایران کرمان ولایت د سوداګرۍ، صنعت، کانونو او کښت اتاق سره آنلاین ناسته ترسره کړه

د سوداګریزو او ټرانزیټي ستونزو حل او د افغانستان او ایران ترمنځ د ګډو همکاریو لا ډیرښت په موخه، په جوړه شوې آنلاین ناسته کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق څارنې پلاوي منشي او د غزني ولایتي اتاق رئیس ښاغلي عبدالمتین قلندري، د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک، د نیمروز ولایتي اتاق رئیس ښاغلي عبیدالله نورزي، د بامیانو ولایتي اتاق رئیس او د مرکزي اتاق د ټرانسپورټ کمېټې مرستیال ښاغلي لطف الله امیني، د کندهار، هرات او کابل ولایتونو اتاقونو مشرتابه پلاوو، د ایران کرمان ولایت د سوداګرۍ، صنعت، کانونو او کښت اتاق رئیس ښاغلي مهندس سید مهدي طبیب زاده، د کرمان والي ښاغلي ډاکټر زیني وند، د افغان – ایران ګډ اتاق رئیس ښاغلي میراجان سلیمان خیل، د کرمان څانګې د افغان – ایران ګډ اتاق رئیس ښاغلي مهندس ترابي، د مرکزي اتاق د صادراتو او پانګه اچونې پراختیا ډیپارټمنټ او د نړیوالو اړیکو ډیپارټمنټ مسؤلینو ګډون درلود.
 
د ناستې ګډونوالو د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو د پراختیا په ځانګړي ډول د نفتو او ګازو، کرنې، خوراکي توکو، ساختماني موادو او د اوسپنې د استخراج په برخو کې خبرې وکړې او پر ګډو همکاریو یې ټینګار وکړ.
 
په دې انلاین ناسته کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مسؤلینو د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخو کې د شته ستونزو په ځانګړي ډول د پیسو د لېږد، د صادراتو او وارداتو پر وړاندې د خنډونو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګمرکونو او بندرونو پر وړاندې د شته ننګونو پر حل ټینګار وکړ.
 
د ناستې په پای کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مسؤلینو د افغانستان او ایران ترمنځ د صادراتو او وارداتو د متوازن کولو په خاطر له ایران څخه وغوښتل چې د افغانستان د صادراتو لپاره لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي او د ایران خصوصي سکتور ته یې بلنه ورکړه چې په افغانستان کې د کانونو، کرنې او انرژۍ تولید برخو کې پانګونه وکړي.