د افغانستان خصوصي سکتور د کنګل شویو افغانیو په اړه د ولسمشر بایډن د پریکړې مخالفت وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي د دارلانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي، محمد ګردیزي، عصمت الله وردګ، محمد داود یوسفزي، احمد ضیاء عظیمي شینوزاده، سید پرویز سادات هوفیاني او ضیاءالدین اچکزي، د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک، یو شمیر سوداګرو او کورنیو او بهرنیو رسنیو په شتون کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د افغانستان د کنګل شویو پیسو په اړه د ولسمشر بایډن د پریکړې په تړاو خپل دریځ څرګند کړ.
 
ښاغلي عطايي راغلو میلمنو او ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، دوی ته د کنفرانس د جوړیدو موخه او د افغانستان د کنګل شویو پیسو په اړه د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر پریکړه بیان کړه.
ښاغلي مهمند د افغانستان د کنګل شویو پیسو او د ولسمشر بایډن د پریکړې په اړه وویل "په بهر کې د افغانستان پولي زیرمې د افغانستان د اسعارو ریښه ده چې له کلونو راهیسې زیرمه شوې ده."
 
هغه زیاته کړه، دغه پیسې د هېواد ملي پانګه ده او په ټولو افغانانو پوری اړه لري. د هېواد دغه مالي پانګه باید د افغان حکومت له اجازې پرته د مرستو په پروګرامونو کې ونه کارول شي او نه هم ددی پیسو ځینې برخه د سپتامبر ۱۱مې قربانیانو ته د تاوان ډول ورکړل شي.
 
ښاغلي مهمند زیاته کړه چې ټولې پیسې چې کابو ۹.۵ ملیارده امریکايي ډالره کېږي باید پرته له قید او شرطه خوشې شي او له افغانستانه بهر هېڅ حکومت دا حق نه لري چې د لګولو پرېکړه یې وکړي.
هغه او په کنفرانس کې ټولو ګډون کوونکو په متفقه توګه د متحده ایالاتو د حکومت او کانګرس لخوا د وروستي پریکړې د بیاکتنې غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي مهمند دخپلو خبرو په جریان کې وویل، د نړۍ په بانکونو کې د افغانستان د کار لاندی پروژو تطبیق پیسی چې کابو ۷ ملیارده امریکايي ډالره کیږي، د نړیوالې ټولنې د غیر عادلانه پریکړې له امله کنګل شوي دي چې دی چارې د هېواد خصوصي سکتور تر ټولو زیات زیانمن کړی دی.
 
ښاغلي مهمند د نړیوالې ټولنې په ځانګړې ډول د امریکا متحده ایالاتو څخه وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې پیسې خوشې کړي تر څو د بانکي پشتوانې په ډول د افغانستان مرکزي بانک ته وسپارل شي.
ښاغلي خان جان الکوزي وویل، کنګل شوې پیسې د افغان شریف ولس حق دی او د امریکا متحده ایالاتو دغه پریکړه غیر عادلانه ده.
 
ښاغلي الکوزي زیاته کړه، که چیرې نړۍ غواړي چې افغانان له فقر او بیوزلۍ وژغوري، نو دوی دی د افغانانو کنګل شوې پیسې ورته خوشې کړي ترڅو له یوې خوا په بنسټیزو پروژو کې د خصوصي سکتور لګول شوې پیسې هغوی ته تادیه کړی شي او له بلې خوا د نیمګړو پروژو د بشپړیدو په برخه کې د یادو پیسو په کارولو سره پروژې بشپړې او د هېواد په اقتصادي رغښت کې د پام وړ ګامونه پورته کړی شي.